د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۷

لوی څارنوالۍ له فساد سره د مبارزې په برخه کې له دیني عالمانو د مرستې غوښتنه وکړه


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په هېواد کې دروانو ناامنیو، بېکارۍ، بېوزلۍ، د جرمونو د زیاتوالي او داسې نورو ناخوالو او بدمرغیو یو عمده لامل اداري فساد دی.

د دغې پدېدې په وړاندې د مبارزې په هدف، د شنبې په ورځ د لویې څارنوالۍ لخوا د حج او اوقافو وزارت په همکارۍ «د اداري فساد پر وړاندې د منبر غږ» په نوم د هېواد د مرکز او ولایتونو د ګڼو دیني عالمانو یو دوه ورځنی کنفرانس جوړ شو.

د افغانستان د دیني عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف وویل چې د هېواد په روانو حالاتو کې اداري فساد افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او لازمه ده چې د فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارو او کشفي او امنیتي ارګانونو ترڅنګ، دیني عالمان هم خپل غږ پورته کړي.

مولوي قیام الدین کشاف
مولوي قیام الدین کشاف

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ اکثریت ادارات مفسد دي، بډې اخیستل، بډې ورکول، غصب کول، د اختلاس پټول او په هېواد کې د جنګ د شدت لامل همدغه اداري فساد دی، که له نورو هوساینه د ځورېدلي ملت په برخه نه شوه، نو راځئ چې د منبرغږ عام کړو، او د فساد پر ضد موږ او تاسې خپله مبارزه پیل کړو."

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره افغان دیني عالمان په داسې حال کې غږ پورته کوي چې په افغانستان کې له ۲۰۰‍۱ مېلادي کال راهیسې د فساد د مخنیوي په هدف په لسګونو ادارې فعالې دي، خو د افغانستان د عامو خلکو او کارپوهانو په باور، ډېری دغه ادارې د فساد پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلي دي.

سربېره پردې ځینو بهرنیو معتبرو څېړنېزو موسسو او د افغانستان د بیارغونې د څارادارې « سیګار» په خپلو پرله پسې راپورونو کې ویلي چې په افغانستان کې، د دولت له هڅو سره سره، اداري فساد اوس هم موجود دی.

د اداري فساد پر وړاندې د منبر غږ ترنامه لاندې په جوړ دوه ورځني کنفرانس کې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي وویل چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په لار کې د دولت ترڅنګ دیني عالمان کولی شي چې دغه مبارزه بریالۍ کړي.

فرید حمیدي
فرید حمیدي

نوموړي زیاته کړه:

"سوله له فساد سره ممکنه نه ده، زه هیله مند یم د فساد په له منځه وړلو کې د دولت له صداقت او قاطعیت ترڅنګ، د دینې عالمانو په مرسته وکولی شو، د دغې پدیدې پروړاندې جدي، موثره او دوامداره مبارزه ولرو."

خو دیني عالم قاسم حلیمي وايي، د فساد د مخنیوي لپاره د دینې عالمانو د تبلیغاتو ترڅنګ، د حکومت لخوا په غوڅه توګه د قانون پلي کول موثره لاره ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG