د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
د شفافیت د څار بنسټ: د فساد ضد مبارزه دې غیر سیاسي او په افرادو یو شان عملي شي
تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۶

د شفافیت د څار بنسټ: د فساد ضد مبارزه دې غیر سیاسي او په افرادو یو شان عملي شي


د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، افغان حکومت باید د فساد ضد مبارزه غیر سیاسي او داسې جوړه کړي چې په ټولو برخو او افرادو یو شان عملي شي.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ د سیګار هغه ادعا تأیيدوي چې په وینا يي، د افغانستان د فساد ضد ملي تګلاره په نړیوال معیار برابره نه ده.

د دغه بنسټ اجرائيوي رئیس اکرام افضلي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د فساد ضد مبارزه له ځينو محدودیتونه سره مخ ده او په ټولو یو شان نه عملي کېږي.

دی وايي، د دغې تګلارې د سمې عملي کېدو لپاره باید په حکومت کې لازمه همغږي رامنځته شي چې په وینا یې، دا وخت کمزورې ده.

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

نوموړي زیاته کړه:

"تر اوسه پورې هم په حکومت کې د ځينو محدودیتونو د موجودیت له کبله، له فساد سره سمه مبارزه نه ده شوې، د دې لپاره چې دا وضعیت بدل شي، لازمه ده چې افغان حکومت یو غیر سیاسي او خپلواک بنسټ رامنځته کړي چې دا یې ژمنه هم ده، تر اوسه دا مبارزه بنسټیزه شوې نه ده او نه هم د فساد ضد قوي قانون لرو."

دی که څه هم د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو وايي چې د ځینو هېوادونو له خوا هم په افغانستان کې د فساد په ضد د مبارزې په برخه کې یوشان لیدلوری نشته، بلکې سیاسي تعامل کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له افغانستان سره د امريکا پر مرستو د څار ادارې يا سيګار ویلي چې د افغانستان حکومت د اداري فساد ضد اقدامات پیل کړي، خو د وړتیا په اړه ‌یې چې ایا حکومت به وکولای شي چې دغه ستراتېژي په بشپړ ډول تطبیق او د فساد په وړاندې د مبارزې د دوامدارو ژمنو ډاډ ورکړي، شکونه په خپل ځای پاتې دي.

د سیګار راپور ښيي چې افغان حکومت د فساد ضد مبارزې په وړاندې د ځینو لویو ننګونو سره مخ دی.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان محکمې او امنیتي ادارې ډېر وخت د بانفوذه کسانو په اړه له څېړنو ډډه کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د لويې څارنوالۍ نظر هم ولرو، خو له بیا بیا اړیکو سره سره، بیا هم بریالي نه شو.

خو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پخواني رئیس سید حسین فخري وايي چې دی د سیګار راپور ځکه سم ګڼي چې کله هم لوړپوړي چارواکي چې قوي سیاسي ملاتړ لري، د محاکمې میز ته نه دي کاږل شوي.

سید حسین فخري
سید حسین فخري

نوموړی وایي:

"هغه راپور چې سیګار خپور کړی، زیاته اندازه یې سمه ده، له بده مرغه همداسې ده چې یو شمېر زورواکي او هغه چې په لویو مسایلو کې شامل دي او فساد کوي، دوی د مصلحتونو له مخې د عدلي تعقیب لاندې نه راځي او دوسيې يې نه څېړل کېږي."

ښاغلی فخري وايي چې د فساد ضد روانه مبارزه تر ډېره نمایشي ده چې کله هم د افغانستان درد نه دوا کوي.

د ده په وینا، د دولت سیاسي جوړښت داسې دی چې په لوړه کچه له فساد سره د مبارزې مخه نیسي، د مصلحتونو ښکار کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG