افغان حکومت وايي، نړیوالو متحدینو د څارنې او انسجام د بورډ په ۲۱مه ناسته کې د فساد پر وړاندې د مبارزې او د اقتصادي ودې په برخو کې، له افغانستان سره خپل ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست وايي، د څارنې او انسجام په ۲۱ مه غونډه کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو ترڅنګ، د اداري فساد او د شتمنیو د ثبت په برخو کې د متقابلو ژمنو، په ملي عوایدو کې د ۷۰ سلنه زیاتوالي، د خصوصي سکټور د ودې او پیاوړتیا، د کانونو په برخه کې د پانګونې او د سوداګرۍ د پراختیا مسایل، نړیوالو متحدینو ته بیان شول.
همایون قیومي د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په یوې ګډه خبري ناسته کې وویل چې نړیوالو متحدینو، په بېلابېلو برخو کې د افغان حکومت د اقداماتو ملاتړ وکړ.
نوموړي زیاته کړه:
"نړیوالو متحدینو د افغانستان د پرمختګونو او لاسته راوړنو قدرداني کړې او د فساد د مخنیوي او اقتصادي ودې په برخو کې یې د افغان حکومت له پاملرنې ملاتړ اعلان کړی دی، دغه شان یې د سولې د ملي پلان د پلي کولو او د افغانستان د پراختیا په هدف ژمنه کړې ده."
د څارنې او انسجام د ګډ بورډ ۲۱ مه ناسته، د افغان چارواکو، او نړیوالو همکارانو په ګډون، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې ده.
په دې ناسته کې د ژنیو د ناستې لپاره چې په پام کې ده د روان مېلادي کال د نومبر په میاشت کې جوړه شي، د تیارۍ بحثونه وشول.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کوي چې د ژنیو په ناسته کې به د افغان سولې په اړه نړیوالو ته لا ډېر معلومات ورکړل شي.
د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي وايي چې د څارنې او انسجام بورډ د ګډې همغږۍ اساسي میکانیزم دی چې کولای شي په بېلابېلو برخو کې د نړیوالو ژمنې او په مقابل کې یې د افغان حکومت له تعهداتو څارنه وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي تدامیچي یاماماتو هم د ژنیو ناستې د چمتوالي لپاره د څارنې او انسجام ۲۱ مه ناسته مهمه وبلله او د افغان حکومت د اصلاحاتو له بهیر یې رضایت وښود.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان په اړه باید ووایم چې ښه پرمختګونه یې لرل دا پرمختګونه د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې دي چې پایله یې هم ښه وه، موږ له ډېرو هېوادونو سره کار کوو چې افغانستان په لوړه درجه کې دی او ښه پروګرامونه یې هم عملي کړي دي."
نوموړی وايي، له هڅو سره ـ سره لاهم مالي فساد په افغانستان کې یوه ننګونه ده او باید پر وړاندې یې لا ډېره مبارزه وشي.
په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست د هڅو د دوام خبره کوي او وايي، له نړیوالې ټولنې سره د حکومت ډېرې ژمنې عملي شوي او پر ځینو یې کار روان دی.
راپور: خان محمد سیند