د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د پاکستان نوي حکومت ته د ځینو وکیلانو او کارپوهانو محتاطانه خوشبیني


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي کارپوهان په پاکستان کې د نوي حکومت رامنځته کېدو ته خوشبینه دي.

د پاکستان په ټاکنو کې د عمران خان او د افغانستان په اړه د هغه تر تازه څرګندونو وروسته، د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي کارپوهان د هغه په لید لوري کې د رامنځته شوي بدلون په اړه په احتیاط خوشبیني ښي.

دوی وايي، که څه هم په تېر کې عمران خان د افغانستان په اړه منفي څرګندونې کړي خو ښايي واک ته په رسیدو یې نظر بدل شوی وي او غواړي له افغانستان سره اړیکې ورغوي.

د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصی وايي، عمران خان د افغانستان په اړه ښه نیت ښودلی، خو بیا هم باید انتظار وشي چې په عمل کې څه ثابتېږي.

عبدالستار خواصي
عبدالستار خواصي

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم د دې ترڅنګ چې موږ خوشبینه یو باید انتظار وباسو چې ایا عمران خان کومې څرګندونې چې د افغانستان په ادرس کړي عملي کولای هم شي او که څنګه، زه فکر کوم په راتلونکو نږدې ورځو کې به یې موږ عملي نتیجه وګورو."

د پاکستان د پخواني کرکټ لوبغاړي عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ وشول، زيات سيټونه خپل کړي، خو مطلق اکثريت يې نه دي ګټلي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې د پاکستان د ملي اسمبلۍ د ٢٧٢ سيټونو نه چې هر سیاسي ګوند اکثریت وګټي کولای شي خپل حکومت جوړ کړی.

عمران خان له سیاست وړاندې په پاکستان کې د کرکټ له مشهورو لوبغاړو و چې په کال ۱۹۹۲ مېلادي کې یې د نوموړي په مشرۍ نړیوال جام هم وګاټه.

عمران خان کرکټ سره تر مخه ښې وروسته سیاست ته مخه کړه او د سیاست په شاخوا دوو لسیزو کې یې وخت ناوخت د افغانستان په اړه هم څرګندونې کړي دي.

نوموړي تر دې مخکې د افغان جګړې په اړه په خپلو خبرو چې په افغانستان کې یې ګڼ غبرګونونه هم له ځان سره لرل ویلي وه، هغوی چې په افغانستان کې د اشغالګرو پر وړاندې جګړه کوي دیني توجیې لري او جهاد دی.

خو نوموړي په ټاکنو کې له بریا وروسته ویلي چې په افغانستان کې به د سولې د ټينګښت او د امريکا له متحده ايالتونو سره د ګډ کار هڅه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه نثار احمد صالح وايي، د عمران خان خبرو ته ځکه خوشبینه دی چې نور په افغانستان کې د جګړې دوام د هېڅ چا په ګټه نه دی.

نثار احمد صالح
نثار احمد صالح

نوموړي زیاته کړه:

"عمران خان دا مسئله درک کړې چې باید له افغانستان او هند سره له دې وروسته ښې اړیکې جوړې کړي ځکه له دې پرته بله چاره هم نه لري، په دې برخه کې د امریکا رول هم ډېر مهم دی ځکه د اوسني وضعیت په دوام کې د امریکا ګټې هم نه شي خوندې کېدلای."

د ښاغلي صالح په خبره افغانانو د تاریخ په اوږدو کې له پاکستان سره د ښو اړیکو د پاللو هڅه کړې خو پاکستاني حکومتونو برعکس چل کړی.

دی وايي، نوی حکومت باید تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړي او له رامنځته شوې فرصته اعظمي استفاده وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG