د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر وايي، حکومت به يې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او د امريکا له متحدو ايالتونو سره د ګډ کار هڅه وکړي.
عمران خان دا خبره د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په يوه ټلوېزيوني وينا کې وکړه.
خو عمران خان تر دې مخکې په افغانستان کې د امريکا پر روانې پوځي مبارزې او په پاکستان کې پر افراطي وسله والو د امريکا د بې پېلوټه الوتکو پر حملو انتقادونه کړي وو.
د تحريک انصاف ګوند د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ وشول، په ملي اسمبلۍ کې زيات سيټونه خپل کړي، خو مطلق اکثريت يې نه دي ګټلي.
صالح محمد صالح په هالنډ کې له مېشت ليکوال او د سياسي مسايلو له تحليلګر زکريا پوپل څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې.
د عمران خان په مشرۍ حکومت به څومره وکړاى شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترينګلې اړيکې ورغوي؟