د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

د بشري حقونو کمېسیون: د معلولیت لرونکو کسانو شمېر زیات شوی


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلولیت لرونکو کسانو د وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وايي چې په تېرو څو کلونو کې د معلولیت لرونکو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه کمېسون د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ د برخې مسؤل علي محبتي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۳» په کابل کې د «زده‌کړو د همغږۍ» په نوم کنفرانس ته وویل چې معلولیت لرونکي کسان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د دوی ستونزو ته کمه رسېدنه شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه کال په کال د معلولیت لرونکو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راځي. جنګ، ناامني او پېښې د معلولیت لامل کېږی او حتی پولیو چې باید په ۲۰۰۵ کال کې له‌منځه تللې وی لا هم يو خطر دی، له ماشومانو قرباني اخلي او دوی معلولوي."

د معلولیت د وروستۍ ملي سروې له مخې چې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د هنډیکپ مؤسسې له‌خوا وشوه ښيي چې د افغانستان ۲،۷ سلنه وګړي معلولیت لرونکي دي.

له دې ډلې ۸۴۰ زره‌یې شدید معلولیت لرونکي دي او څه باندې ۱۱۰ زره‌یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په تېرو څلورو لسیزو کې د جنګونو له امله معلول شوي دي.

له دغې سروې وروسته په هېواد کې د معلولیت لرونکو کسانو د شمېر د معلومولو لپاره کومه نوې سروې نه‌ده شوې.

د معلولیت لرونکو کسانو له ډلې شااوخوا ۱۲۸ زره‌يې د قانون له مخې حکومت نه خپل حقوق او امتیازات ترلاسه کوي.

سرباز معلول افغان که ثبوت شهامت در چهرۀ غمگین‌اش هویداست
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هر بشپړ معلول په کال کې ۶۰ زره او قسمي معلول بیا ۳۰ زره افغانۍ له حکومت نه حقوق ترلاسه کوي چې دا په ټوله کې په کلني ډول ۱۶ میلیارده افغانۍ کېږي.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د روغتیايي اسانتیاوو، د ځمکو د وېش او فني او حرفوي زده‌کړو په برخه کې هم معلولیت لرونکو کسانو ته زمینې مساعدې شوې دي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت ژمن دی چې معلولینو په ځانګړې توګه جنګي معلولینو ته سمه رسېدنه وکړي څو دوی له ښه ژوند نه برخه‌مند شي."

بل‌خوا د افغانستان د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو رئیس نعیم بهین ياد کنفرانس ته وویل چې د معلولیت لرونکو کسانو د روزنې لپاره‌یې هڅې ډېرې کړې دي.

بل‌خوا د ولسي جرګې د شهیدانو او معلولینو کمېسیون غړی يوسف صابر وايي، حکومت تر دې مهاله نه‌دی توانېدلی چې په بنسټيز ډول د معلولینو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نوموړی ټینګار کوي چې د حکومت تر څنګ خصوصي سکټور هم باید د معلولیت لرونکو کسانو د ژوند د ښه‌والي لپاره لازمې هڅې وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG