د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۳

د دهراود اوسېدونکي: دوه نیم کاله وروسته مو لاره خلاصه شوه، پروژې دې پلې شي


د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو دوه نیم کلونو راهیسې دولت په سیمه کې هېڅ ډول پرمختیايي پروژه نه‎ده پلې کړې.

دوی وايي، روانې جګړې په سیمه کې ښوونځي، کلینیکونه، سړکونه او نور هر څه له‌منځه وړي دي.

دغه جګړه‌ځپلي زیاتوي چې له دوه نیم کلونو وروسته‌یې لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوې او په سیمه کې یې لږ امنیت تأمین شوی، نو دولت باید ورته پرمختیايي پروژې پلې کړي او خپل حق‌يې ورکړي.

د یادې ولسوالۍ خلکو دغه خبرې د سې شنبې په ورځ په همدې هدف په یوې جوړه شوې غونډه کې وکړې.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي اداره هم ژمنه کوي چې په دهراود ولسوالۍ کې پرمختیايي پروژې پلې کوي.

په‎دي اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کیکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG