د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

د ولسي جرګې پلاوی: ننګرهار کې د "طالبانو او داعش" فعالیتونه ۸۰ سلنه ډېر شوي


د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د ولسي جرګې له‎خوا د ګمارل شوي پلاوي ارزونې ښيي چې په‎دغه ولایت کې د اکثرو امنیتي ارګانونو د مسؤلینو له تبدیلېدو سره سره، امنیتي وضعیت د خرابېدو په لور روان دی.

د ولسي جرګې د کورني امینت کمېسیون مرستیال او ننګرهار ولایت ته د لېږل شوي پلاوي یوه غړي عبدالحی اخندزاده د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۱» د جرګې عمومي غونډې ته خپل راپور ولوست او ویې‌ویل، د ننګرهار ولایت په مرکز او ګڼو ولسوالیو کې د وسله‎والو طالبانو او داعش ډلې فعالیتونه د پخوا په پرتله ۸۰ فیصده ډېر شوي دي.

نوموړی وايي:

"په تېرو درېیو میاشتو کې د مخالفینو له لوري د دغه ولایت په ملکي خلکو او ملکي ادارو ۱۸ انتحاري حملې شوې دي. په‎دې حملو کې شااوخوا ۶۰۰ ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۲۸یې شهیدان شوي دي."

ښاغلي اخندزاده وویل، سره له‎دې چې په‎دې وروستیو کې د ننګرهار د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د امنیت امریت او د اکثرو ولسوالیو امنیتي امریتونو ته نوي مسؤلین ګمارل شوي، خو بیا هم د دغه ولایت امنیتي وضعیت له یوې ورځې بلې ته خرابېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې سره له‎دې چې د دغه ولایت په یو شمېر سرحدي ولسوالیو کې د وسله‎والو طالبانو خوځښتونه موجود وو، خو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره د یاد ولایت د شینوارو په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش ډلې نښې نېښانې هم څرګندې شوې.

خو د یاد وزارت د مسؤلینو په وینا، یاده ډله د ننګرهار ولایت په اکثرو سرحدي ولسوالیو کې ځپل شوې ده.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغه ولایت د امنیتي اندېښنو په اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلي، خو بریالۍ نه‌شوه.

خو د ننګرهار والي حیات‎الله حیات د تېرې سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په یوې مرکه کې وویل چې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت ښه کولو ته جدي تدابیر نیول شوي دي.

نوموړي ویلي و:

"د ښار لپاره ځانګړي پروګرامونه لرو او د هغې په واسطه به وکړای شو، داعش ډله که نفوذ یې کړی وي مخه‌یې ونیسو. څومره چې ګُنګوسې کېږي په هغې اندازه امنیت خراب نه‎دی. خلک دې په امنیتي او دفاعي ځواکونو باور ولري او ان‌شاءالله وضعیت په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې دی."

د ننګرهار والي حیات الله حیات
د ننګرهار والي حیات الله حیات

د ننګرهار ولایت په مرکز کې پر هندوانو او سېکهانو او د کرکټ په لوبغالي وسله‎وال بریدونه هغه پېښې وې چې په لسګونه ملکي کسان په‎کې ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته په خپل وروستي سفر کې د دغه ولایت د امنیت د ټینګښت په خاطر امنیتي ارګانونو ته جدي سپارښتنې کړې دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG