د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

حیات: په ننګرهار کې پر سېکهانو انتحاري حمله د ځمکې مافیا نه بلکې داعش کړې


د ننګرهار والي هغه اوازې چې ګوندې په جلال اباد ښار کې پر افغان هندوانو او سېکهانو په انتحاري حمله کې د ځمکې مافیا لاس لري ناسمې ګني وايي چې د دوی څېړنو دا ښودلې چې دا حمله د داعش وسله والې ډلې له خوا چې د حملې مسوولیت یې هم منلی شوې ده.

حیات الله حیات ازادي راډیو سره په مرکه کې په ننګرهار کې د دغې ډلې پر وړاندې د پراخو عملیاتو خبر ورکوي.

په دې وروستیو کې یو شمېر داسې اوازې خپرې شوې چې ګوندې په جلال اباد ښار کې د هندوانو او سېکهانو پر مشرانو په انتحاري حمله کې د ځمکو یو شمېر غاصبین هم لاس لري.

له ښاغلي حیات سره د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې ورنه د نوموړي انتحاري حملې په اړه د وروستیو څېړنو په اړه پوښتلي دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:28 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG