د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

ولسي جرګې د کندز هوايي حمله په سختو ټکو وغندله


د افغانستان ولسي جرګه په هېواد کې د هوايي بمباریو له امله د ملکي تلفاتو اندېښمنه کړې او د کندز د چهار درې ولسوالۍ وروستۍ پېښه په کله غندي.

د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په ازاد بحث کې په دې اړه د وکیلانو تر څرګندونو وروسته وویل:

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

"د نړیوالو دوستانو د هوايي ځواکونو له لوري د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې چې کوم جنایتکاره بمبار شوی، له دې سره په خوا کې چې غندو او محکومه وو یې، د حکومت په رهبري غږ کوو چې له ناټو سره د عملیاتو په برخه کې خبرې وکړي او په عملیاتو کې له دقت نه کار واخلي، د داسې ناوړه پېښو تکرار د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دی."

د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې دغه هوايي حمله د تېرې اوونۍ د پنجشنبې د ورځې په ورځ ماسپښین شوې چې د ولایتي چارواکو په وینا په کې څوارلس تنه ملکیان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وه وژل شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په کندز کې ورته پېښه کېږي، بلکې د روان لمریز کال د حمل په ۱۳ مه د دشتې ارچي ولسوالۍ پر یوه مدرسه هم په هوايي بمباري کې لسګونه وژل شوي وو.

د ولسي جرګې د غړي کمال صافي په خبره په دې وروستیو کې په لوګر او پکتیا کې هم په هوايي بمباریو کې ملکیانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په خبره، د کندز د چهاردرې ولسوالۍ پېښه د ولسوالۍ د تعمیر په دوه سوه مترۍ کې شوې ده.

چاوراکي وايي په دغه حمله کې ۱۴تنه وژل شوي
چاوراکي وايي په دغه حمله کې ۱۴تنه وژل شوي

نوموړي زیاته کړه:

"د چهار درې ولسوالۍ تعمیر ته په دوه سوه مترۍ او یوې پوستې ته په سل مترۍ کې درې کورونه چې دا کورنه خلکو امن ګڼل، د ړندو قواوو له لوري په ډېره بېرحمانه توګه بمبار شول چې په کې ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ."

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د کندز د پېښې د څرنګوالي په اړه یې یو پلاوی دغه ولایت ته لېږلی چې نن خپلې پلټنې پيلوي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کاپوهان وايي چې لوی لامل په داشان پېښو کې د اړوندو ارګانونو ترمنځ د لازمې همغږۍ نه موجودیت دی.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض وايي، دقیق کشفي اطلاعاتو او معلومات کولای شي، په هوايي بمباریو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

خو د دفاع وزارت د دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې د افغان او نړیوالو هوايي ځواکونو ترمنځ بشپړه همغږي موجوده ده او هڅه کېږي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دغه همغږي لا پياوړې شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG