د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

حکومتي هيئت په کندز کې د ملکيانو پر وژل کېدو نن څېړنه پيلوي


له کابله کندز ته د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، د ملي امنیت د عمومي ریاست او د ملي شورا ورغلی حکومتي هيئت نن شنبه د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه خپل تحقيقات رسماً پيلوي.

په چهاردرې ولسوالۍ کې دغه هوايي بريد د پنجشنبې په ورځ ماسپيښن شوى چې د ولايتي چارواکو په خبره په کې څوارلس تنه ملکيان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د والي وياند نعمت الله تېموري وايي، له کابله دغه ګمارل شوى هيئت پرون جمعه وررسېدلى دى:

نعمت الله تېموري
نعمت الله تېموري

"له مرکزه هيئت ټاکل شوى چې د دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت، د ملي امنيت عمومي رياست او د ملي امنيت شورا غړي په کې شامل دي، دوى د جمعې په مازديګر کندز ته راورسېدل چې په چهاردرې ولسوالۍ کې به د شنبې پر سهار خپل تحقيقات پيل کړي."

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په پام کې وه، دغه هيئت د پنجشنبې په ورځ کندز ته لاړ شي، خو د هوا د خرابوالي له کبله دغه سفر وځنډېد.

د والي وياند وايي تر اوسه معلومه نه ده چې دغه هوايي حمله د افغان ځواکونو له خوا شوې، که د بهرنيو قواوو له خوا؟ ځکه دواړو قواوو هممهاله بمباري کړې دی.

خو امريکايي پوځيانو پرون په يوه اعلاميه کې ويلي، داسې نه ښکاري چې په دې پېښه کې دې د دوى الوتکې دخيلې وي.

په کندوز کې د روان کال بله خونړۍ پېښه په دښت ارچي ولسوالۍ کې پر يوه مدرسه د وري یا حمل د ١٣مې بمباري وه چې د ملکيانو په ګډون لږ تر لږه ۵٠ کسان په کې وژل شوي وو.

په دې حمله کې لسګونه کسان ووژل شول.
په دې حمله کې لسګونه کسان ووژل شول.

​که څه هم د افغانستان دفاع وزارت ټينګار کاوه چې د افغان ځواکونو په هغه حمله کې تر ډېره وسله وال طالبان او د هغوى مهم مشران وژل شوي، خو جمهوري رياست وروسته د غويي یا ثور پر ٢٦مه په دې بمبارۍ کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې له کبله د قربانيانو له کورنيو بخښنه وغوښتله.

جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي وو:

"د فتنه اچوونکو او قانوني حکومت ترمنځ فرق دغه دى چې قانوني حکومت د هغو تېروتنو له کبله چې د ملت په حق کې يې کوي، بخښنه غواړي."

  • خو په کندز کې ولې يو وار بيا د ملکيانو د مرګ ژوبلې قضيه تکرارېږي؟

دا پوښتنه په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازي انجنير کمال صافي داسې ځواب کړه:

"د محلي ادارې او مرکزي ادارې ترمنځ، په محلي ادارو کې د مختلفو اړوندو ارګانونو ترمنځ واحده همغږي، واحده جنبه، روحيه او جذبه چې د وخت اړتيا ده، نه شته، دغه علت دى چې دغسې حادثات کېږي."

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما په خپل هغه راپور کې چې د يکشنبې په ورځ يې خپور کړ، ويلي، د روان مېلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې ١٦٩٢ ملکيان وژل شوي او ٣٤٣٠ تنه نور ټپيان شوي، چې دا له ٢٠٠٩مېلادي کال راوروسته تر ټولو لوړ شمېر ښيي.

XS
SM
MD
LG