د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د تلفاتو په اړه کمزورې څېړنې!


  • د بشري حقونو د څار سازمان

په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د تلفاتو په اړه کمزورې څېړنې؛ د هغه مطلب عنوان دی چې د بشري حقونو د څار سازمان خپرونې لیکلی دی.

په دغه مطلب کې د بشري حقونو د څار سازمان په حواله راغلي چې د امریکا متحده ایالتونو او افغانستان حکومتونه د ناقانونه احتمالي هوايي بریدونو په اړه لازمې څېړنې نه‎کوي.

د مطلب په دوام راغلي چې دا کار ممکن د ملکیانو د تلفاتو زیاتېدو ته لا نور هم لار هواره کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې د هوايي بریدونو د زیانمنو شوېو خلکو د خبرو پر اساس داسې ښکاري چې افغان او امریکایي ځواکونه د ملکیانو د مرګ‎ژوبلو او زیانونو په پلټنو کې ډېر پاتې راغلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي چې په‎دغه هېواد کې له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکیانو مرګ‎ژوبله زیاته شوې ده.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د چهارشنبې په ورځ د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په بمباریو کې د وژل شوېو خلکو له کورنیو بخښنه وغوښته.

ښاغلي غني ویلي چې د مشروع حکومت او جنایتکارانو ترمنځ توپیر دا دی چې مشروع حکومت د خپلو تېروتنو په خاطر بخښنه غواړي.

د رپوټونو پر اساس د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو له‎خوا د اپریل په دوهمه په شوې بمبارۍ کې د دېرشو ماشومانو په شمول لږ تر لږه پنځوس افغانان وژل شوي دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان پوځیانو د شمېر په اړه د ضدونقیض رپوټونو پر سر یو مطلب لیکلی دی.

ورځپاڼې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د مطبوعاتو څانګې د مسؤل مارټین اوډانل په حواله ویلي چې د افغان پوځیانو د شمېر په اړه خپرو شوېو رپوټونو دوی متعجبه کړل.

سیګار د اپریل په دېرشمه رپوټ ورکړی و چې د افغان پوځیانو شمېر ۲۹۶ زره ۴۰۹ تنو ته راښکته شوی، خو بېرته یې د مې په اتمه اعلان وکړ چې دا شمېر ناسم دی او اصلي شمېره ۳۱۳ او ۷۲۸ تنه دی.

له ډېره وخته د افغان پوځیانو رسمي شمېر ۳۳۴ زره تنه یادېده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې یا سیګار مشر جان سوپکو د امریکا کانګرس ته د اپریل دېرشمې رپوټ په نوې ضمیمه کې ویلي چې د امریکا پوځ دوی ته د افغان پوځیانو ناسم شمېر ورکړی و.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې تردې مخکې هم سیګار ادارې په‎دې چې امریکايي پوځیانو معلومات نه ورسره شریکول او حساس یې بلل لانجه کړې ده.

دا ځل بیا د سیګار ادارې مشر جان سوپکو ویلي چې د امریکا دفاع وزارت باید دوی ته دقیق معلومات ورکړي.

د افغانستان دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د سیګار ادارې تر لومړي رپوټ وروسته وویل چې د پوځ شمېر د ترخیص، معلولیت او مرګ ژوبلو په خاطر په تقریبي لحاظ کمېږي، خو په خبره یې دا کمښت بېرته د جلب‎وجذب له لارې پوره کېږي.

خو اوس واشنګټن پوسټ د سیګار د ضمیموي رپوټ له مخې لیکلي، له افغان پوځ سره د یوځای شویو ۱۷۰۰۰ زره پوله ساتو ځواکونو شمېر لومړی نه و یاد شوی او په همدې خاطر دا تناقض رامنځته شوی دی.

صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG