د ولسمشر ماڼۍ لخوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء د رئيس نه ګمارلو، دغه کمېسیون بې حوصلې کړی دی.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي، د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ ۲۷» په یوې خبري ناسته کې وویل چې د دغه کمېسیون د دارالانشاء د رئیس نشتوالی، د انتخاباتو پروسې ته زیان رسوي.
نوموړي زیاته کړه:
"د حکومت له مشرانو یوه جدي غوښتنه لرو چې ډېر ژر د لېږل شوي لېست نه، یو کس د دارالانشاء د رئيس په توګه وګماري، د دارالانشاء د رئیس نه شتون، یوه تشه ده او دغه نشتوالی د انتخاباتو پروسې ته زیان رسوي."
له هغې وروسته چې په ۱۳۹۶لمریز کال کې د دغه کمېسیون د دارالانشاء رئيس امام محمد وریماچ، د ولسمشر لخو ، له دندې لېرې شو، تر اوسه دغه بست، د سرپرست لخوا اداره کېږي.
له دې وروسته شهلا حق هم د دغه کمېسیون د دارالانشاء د سرپرستې په توګه، له دغې دندې استعفا وکړه ځکه چې د تذکرو پر کاپیو د سټېکرونو له نصبولو سره مخالفه وه.
له دې وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون نه وغوښتل چې دغه بست ته پر شرایطو برابرکسان ورمعرفي کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني په دې تړاو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لومړی لېست ونه مانه او دوهم لېست یې ترې وغوښت.
ولسمشرۍ ماڼۍ ته د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا، پر ورلېږل شوي دوهم لېست هم څه کم دوه میاشتې اوړي، خو د یاد کمېسیون د دارالانشاء د رئیس برخلیک لا روښانه نه شو.
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، په غزني او ځینو شمالي ولایتونو کې، د کمېسیون د دفترونو د تړل کېدو په هکله وايي، په غزني کې له ښکېلو اړخونو سره خبرې روانې دي او تمه ده چې ستونزې ته د حل لارې وموندل شي او که نه نو، په دغه ولایت کې به د مېزان پر ۲۸ انتخابات ونه شي.
ښاغلي هاشمي وویل، په شمال کې د انتخاباتو د کمېسیون د دفترونو په اړه هم اندېښنه لري ځکه، روان وضعیت د انتخاباتو پروسې ته زیان رسولی شي.
ده وویل د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یوه سیاسي او نظامي اداره نه ده.
ده د دغو ولایتونو له خلکو هیله وکړه چې له انتخاباتو سره سیاسي چلند ونه کړي ځکه چې زیان یې د دغو ولایتونو کاندیدانو ته رسېږي.
د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، په لږو ورځو کې به یو کس د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء د رئیس په توګه معرفي شي، خو په دې اړه یې زیات جزئیات ورنه کړل.
د ولسي جرګې ځینې غړي بیا د دارالانشاء د رئیس په ټاکلو کې سیاسي اختلافات، خنډونه ګڼي.
د ولسي جرګې له دغو غړو نه ارین یون د دارالانشاء د رئیس نه شتون، یوه ستونزه ګڼي:
"حکومت باید ډېر ژر د دارالانشاء رئيس وټاکي او که ځنډ په کې راشي فکر کوم، په راتلونکو انتخاباتو کې به ستونزې زیاتې شي."
د مېرمن یون په خبره د شفافو انتخاباتو لپاره سیاسي اراده کمه ده، خو ټینګار کوي چې که دغه انتخابات شفاف او عادلانه نه وي، ډيموکراسي به مړه شي.
راپور: خان محمد سیند