د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

یوناما: په افغانستان کې په ملکي مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندیه پلاوي يا «يوناما» تازه موندنې ښيي چې د روان مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۹۲ملکیان وژل شوي او ۳۴۳۰ نور ټپيان شوي چې دغه شمېر د تېرو لسو کلونو په همدومره موده کې تر ټول لوړه کچه ده.

د يوناما هغه راپور چې د يکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ۲۴» خپور شوی ښيي چې ملکیانو ته ډېره مرګ ژوبله د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو، انتحاري او غېرې انتحاري حملو په نتیجه کې اوښتې.

د دغه راپور له مخې په دوهم ګام کې ځمکني جنګونه، هدفي وژنې او هوايي بریدونه ملکیانو ته د تلفاتو د اوښتو لامل شوي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا په دې ورستیو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې د لوړېدو اصلي لامل تروریستان او د دوی ملاتړي بولي.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د يکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تروریستي ډلې په زیاتره مواردو کې د خلکو نه د سپر په توګه استفاده کوي او دوی ته مرګ ژوبله اړولي:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"تروریستان او ترهګر تل له خلکو او د دوی له کورونو نه د سپر په توګه استفاده کوي او که خلک وغواړي چې دوی له خپلو کورونو او سیمو وباسي نو دوی یې له منځه وړي او وايي چې دغه کسان د حکومت په حملو کې وژل شوي، په داسې حال کې چې اصل لامل یې دوی پخپله دي."

يوناما پخپل تازه راپور کې د ملکیانو ۶۷ سلنه تلفات دولت ضد ډلو ته منسوب کړي چې ۴۲ سلنه یې وسله وال طالبان،۱۸ سلنه یې داعش ډله او ۷سلنه یې دولت ضدې نامعلومې کړۍ ښودل شوي دي.

هڅه مو وکړه په دې اړ د وسله والو طالبانو نظر هم واخلو خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نشو.

د دغه راپور په حواله شل سلنه ملکیانو ته د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتي چې د ۱۷ سلنې لامل یې افغان امنیتي ځواکونه،د ۲ سلنې لامل یې نړیوال ځواکونه او ۱ سلنه یې هم د حکومت ملاتړې وسله والې ډلې ښودل شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي ياماموتو ويلي چې د اختر د ورځو لنډ اوربند وښودله چې دلته جګړه پای موندلی شي او افغانان نور د جګړې درنه بیه نه شي پرې کولی.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د بشرد حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي په دې اړه د اندېښنې په ښودلو سره د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړې قوانیو ته په کتو د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي:

بلال صدیقي
بلال صدیقي

"د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د ملکیانو د مرګ ژوبلې د کچې د لوړېدو له امله اندېښمن دی، موږ د دې شاهدان یو چې په دې وروستیو کې ښوونځي او د خلکو د ګڼې ګوڼې ځایونه په نښه شوي، زموږ غوښتنه د جګړې له ښکېلو خواوو دا ده چې د جګړې قوانینو ته په کتو د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي."

ښاغلی صدیقي وايي، حکومت ته په کار ده چې نړیوال بشري قوانین په سمه توګه رعایت او هغه کسان چې بشري قوانین تر پښو لاندې کوي د قانون منګلو ته یې وسپاري او له دې لارې له نړیوالې جزايي محکمې سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د بشر ضد قضایاوې وڅېړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG