د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان ځانګړي استازي د سيمې هېوادونو په ديني مدرسو کې د ماشومانو پر ذهنيت اړولو او ځانمرګو بريدونو تهيې د هغوى پر روزنې اندېښنه وښوده.
محمود صيقل د امنيت شورا د دوشنبې غونډې ته وويل، له ماشومانو د ناوړه استفادې او د دوى له حقونو د سرغړونې تر ټولو ناوړه بڼه دا ده چې ماشومان او زلميان د سيمې په ديني مدرسو کې ګمارل کېږي او د ځانمرګو بريدونو لپارهيې ذهنونه اړول کېږي.
که څه هم ښاغلي صيقل د کوم ځانګړي هېواد نوم وانهخيست، خو تر دې مخکې افغان چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په زرګونه افغان ماشومان او زلميان د پاکستان په ديني مدرسو کې ځانمرګو بريدونو ته هڅول شوي دي.
د پوهنې وزارت تر دې مخکې ويلي، په افغانستان کې د ديني مدرسو د شمېر په زياتولو سره هڅه کوي، پاکستان ته د افغان ماشومانو او زلميانو د تګ مخه ونيسي.
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي امنيت شورا ته په خبرو کې وويل، د افغانستان په څېر په جګړه ځپلو هېوادونو کې د هغو کسانو فيصدي ٦٠ ته رسېږي چې عمرونهيې تر ٢٥ کلنۍ کم دي چې ټول نسل کله هم په سوله کې ژوند نهدى کړى.
هغې له شخړو څخه د راوتلو او روښانه راتلونکي لپاره د پوهنې پر اهميت ټينګار وکړ.
نيکي هيلي وويل، هغه ماشومان چې له تعليم، مسلک او لېوالتيا پرته لويېږي، د افراطيانو او وسلهوالو ډلو لهخوا د ګمارل کېدو له خطر سره مخامخ کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي، شااوخوا ۵٣۵ میليونه ماشومان په داسې هېوادونو کې ژوند کوي چې جګړو او نورو افتونو ځپلي دي.
دا د نړۍ په سطحه د ټولو ماشومانو يو پر څلورمه برخه جوړوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندويه ادارې يا يونېسف «UNICEF» مشرې هينرييتا فور، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل:
"د نړۍ په هرو څلورو ماشومانو کې يو تن په ناوړه وضعيت کې دى."
د هغې اشاره هغو ماشومانو او زلميانو ته وه چې په افغانستان، يمن، مالي، جنوبي سوډان او نورو هېوادونو کې يې جګړو ژوند خراب کړى دى.
مېرمن فور د هغو ماشومانو او زلميانو يادونه هم وکړه چې د جګړو لپاره ګمارل شوي، يا هم د ځمکنيو ماينونو او پر ښوونځيو په حملو کې وژل شوي دي.
د سويډن صدراعظم سټيفان لوفوين چې هېواد يې روانه مياشت د امنيت شورا مشري کوي، د امنيت شورا دې غونډې ته وويل:
"موږ د ماشومانو د خونديتوب لپاره کافي هڅه نهکوو."
د ماشومانو او وسلهوالې شخړې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ويرجنيا ګمبا وويل:
"د ملګرو ملتونو هغه راپور سخت ټکان ورکړى چې له مخې یې په ٢٠١٧ میلادي کال د ماشومانو له حقونو د سرغړونو د ٢١٠٠٠ پېښو راپور ورکړل شوى چې دا د ٢٠١٦ میلادي کال په نسبت د پام وړ زياتوالى ښيي."