د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

پاکستان د دیني مدرسو سلګونه زده کوونکي افغانستان ته واستول


پاکستان د مدرسو په سلګونو افغان طالبان افغانستان ته استولي دي.

افغانستان ته د ستنو شویو طالبانو په اړه تراوسه کابل څه نه دي ویلي چې دا کسان چیرته تللي دي، خو اسلام اباد وایي چې ټول افغان کډوال به د روان کال ترپایه له خپل هېواده وباسي.

د مدرسو په سلګونو زده کوونکي پاکستان له صوابۍ څخه افغانستان ته د چهارشنبې په ورځ ستانه کړل. دا خبره د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې خپره کړې ده.

د دارالقران پنجپیر مشرمولانا محمد طیب الطاهري دا خبره تایید کړه او ویې ویل چې ګڼ افغان طالبان چې په بېلابېلو ځایونوکې یې دیني زده کړې کولې افغانستان ته واستول شول.

د مولانا الطاهري له مدرسې څخه هم یو شمېر افغانان افغانستان ته لیږل شوي دي.

د مولانا طیب الطاهري په وینا افغانستان ته چې کوم زده کوونکي استول شوې دي پرهغو فشار نه دی راغلی.

پاکستان پریکړه کړې ده چې د روان میلادي کال ترپایه ټول افغانان باید خپل هېواد ته ستانه شي. په دې برخه کې اسلام اباد، کابل او د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې یوه درې اړخیزه موافقه کړې ده چې له مخې یې د روان کال ترپایه افغانان په پاکستان کې اوسیدلای شي.

پاکستان ویلي دي چې د افغان مهاجرو لپاره چې یې په پاکستان کې د استوګني کوم کارټونه ورکړې دي هغه به د دسمبر تر یو دیرشمې وروسته تمدید نه کړي.

په ورته وخت کې د پاکستاني رسنیو په وینا کوم افغانان چې په ښارونو کې اوسي هغوی به کمپونو ته انتقال شي.

په اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوالو ازادۍ راډيوته وویل چې دوی په ښارونو کې کاروبار لري نو نه شي کولی چې په کمپونو کې ژوند وکړي او په کمپونو کې اوس د پخوا په څير نړېوال هم مرستې نه کوي.

د پاکستاني رسنیو په وینا په پاکستان کې اته زره دوه سوه نهه څلویښت داسې مدرسې معلومې شوې دي چې د پاکستان له حکومت سره ثبت نه دي او په دې مدرسو کې تر دیرش زره ډیر طالبان په زده کړو بوخت دي.

د دغو مدرسو تر نیمایي ډیرې په خیبر پښتونخوا کې دي. کابل تل دا اندیښنه څرګنده کړې ده چې په دې مدرسو کې ترورستان روزل کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وایي چې د دې مدرسو پیسې د سیمې مسلمان هیوادونه ورکوي.

پاکستان د تیرې میاشتې په پنځه ویشتمه په پیښور کې پر پوځي ښوونځي له ترورستي برید وروسته چې پکې تر ۱۳۰ ډیر زده کوونکي ووژل شول د دیني مدرسو پلټنې سختې کړې دي.

XS
SM
MD
LG