د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۸

نیازی: که مدرسې زیاتې شي، نو پاکستان ته به د افغان زده کوونکو تګ کم شي

په کابل کې د سناتور جنت ګل له دارلعلوم څخه د اسلامي زده کړو او د قران د حفظ یوسل او اتیا ۱۸۰ تنه زده کوونکي فارغ شول.

که څه هم دا مهال په هېواد کې څه باندې زر دیني مدرسې فعالیت کوي، خو دیني علما او یو شمېر افغان چارواکي د دې مدرسو شمېر کافي نه بولي.

د حج او اوقافو وزیر ډاکتر محمد یوسف نیازی وایي، په هېواد کې د دیني مدرسو ډیریدل د افغانانو د عزت او سوکالۍ سبب کیږي.

ښاغلي نیازي د پنجشنبې په ورځ د سناتور جنت ګل له دارلعلوم څخه د زده کوونکو د فراغت پرمهال ازادي راډیو ته وویل، ښه ده چې د ګاونډیو هېوادو په څیرپه افغانستان کې هم دیني مدرسې زیاتې شي:

"موږ دا وایو چې که چیرته افغانانو ته د تعلیم او تربیې او په ځانګړې توګه د اسلامي زده کړو زمینه په داخل د ملک کې برابریږي، د دوي عزت هم په ځای وي، ابرو یې هم په ځای وي، دا یو اسلامي ملک دی، په طبیعي شکل باید دلته مدرسې موجودې وي، په پاکستان کې چې مدرسې موجودې دي په افغانستان کې دې هم وي، په ایران کې چې شته په افغانستان کې دې هم وي."

د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سناتور جنت ګل له دارلعلوم څخه د اسلامي زده کړو او د قران شریف د حفظ ۱۸۰ طالب العلمان فارغ شول چې درې میرمنې هم په کې وې.

دا مهال په ټول هېواد کې ۱۰۰۲ دیني مدرسې او دارالعلومونه فعاله دي چې د پوهنې وزارت په وینا، شااوخوا دوه لکه او پنځه ویشت زره زده کوونکي اسلامي زده کړې په کې کوي.

د ولسي جرګې ځینې غړي هم د هیواد دننه د دیني مدرسو په ډیریدو ټینګار کوي او وایي، له دې سره به د هغو افغانانو ستونزې هم راکمې شي چې دا مهال د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته ځي.

په دې جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان په مدرسو کې اکثره زده کوونکي جګړې او سیاست ته هڅول کیږي او ښه ده چې په افغانستان کې د زده کړو زمینه ورته برابره شي:

"دا زموږ ماشومان او علما حق که په افغانستان کې تربیه شي، دا د افغانستان په ګټه دي، ځکه هلته انتحاریان تربیه کیږي، نورې خبرې پیدا کیږي، نورې سیاسي خبرې دي، په افغانستان کې چې همداسې مدرسې وي او اولادونه مو همدلته تربیه شي، دا د افغانستان په ګټه ده."

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې؛ دا مهال زرګونه افغان ځوانان د پاکستان په دیني مدرسو کې په اسلامي زده کړو بوخت دي.

خو له دې وړاندې هم داسې شکایتونه شوي وو چې د پاکستان په مدرسو کې ځوانان جګړو او سیاسي فعالیتونو ته هڅول کیږي او دا یې په زده کړو ناوړه اغیزه کوي.

په همدې ورځ د افغانستان د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال محمد شفیق صمیم وویل، هڅه به وکړي چې دیني مدرسو او دارالعلومونو ته نوره هم پراختیا ورکړي.

راپور: اسدالله "لودین"
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG