د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شريف او لور یې مريم نواز د جولای په ۱۳مه پاکستان ته ځي.
دوی په لندن کې دي، خو پاکستان ته په رسېدو به د محکمې د حکم پر اساس ونیول شي.
د پاکستان د احتساب ادارې خاصې محکمې تېره جمعه پرېکړه وکړه چې نواز شریفیې په لندن کې د نا ثبت شویو ملکیتونو او اپارتمانونو د لرلو په جرم په ۱۰ کاله بند محکوم کړ.
دې محکمې مریم نواز ته هم د اووه کلونو بند سزا واوروله.
مریم نواز چې د خپل پلار سیاسي ځای ناستې بلل کېږي، پهدې پرېکړې ناخوښي ښودلې او ویلي یې دي چې په وړاندې بهیې د استېناف غوښتنه وکړي.
د مریم نواز خاوند کپټان صفدر چې د احتساب د محکمې لهخوا په یو کال بند محکوم شوی و، پرون پولیسو ته تسلیم شو.
مریم نواز پرون پهدې اړه په لندن کې خبریالانو ته وویل:
"کپټان صفدر، زه او زموږ په څېر لکونه نور کسان هم رأی ته د عزت ورکړه د خوځښت غړي دي. ګرفتاري څه چې هر ډول قرباني وغواړي موږ ورته چمتو یو. صفدر صاحب د میا صاحب «نواز شریف» یو مخلص دی او زه خوښه یم چې هغه په مېړانه د یوه زمري په څېر نهیوازې ګرفتاري ورکړه، بلکې رأی ته د عزت ورکړه د ولسي کاروان برخه شو."
کپټان صفدر پرون پهداسې حال کې ځان پولیسو ته تسلم کړ چې په راولپنډۍ ښار کې یې د خلکو د یوه لاریون مشري کوله.
اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د پولیسو د یوه چارواکي راجا تیفور په حواله ویلي چې محمد صفدر د فساد ضد ادارې لهخوا بندي کړای شوی دی.
اخوا د مسلم لیګ «ن ګوند» یوه پلوي سناتور مشاهدالله خان ویلي چې د ګوند غړي بهیې له ټول پاکستانه د نواز شریف د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورشي.
د پاکستان سترې محکمې ۶۷ کلن نواز شریف تېر کال په بهر کې د ملکیتونو د نهثبتولو او د شتمنیو د نهښودلو په تور له صدراعظمۍ لیرې کړ او د قضیې په اړهیې د څېړنو امر وکړ.
د شریف کورنۍ وايي چې په بهر کې یې ملکیتونه په قانوني توګه پېرلي، خو د پاکستان د احتساب اداره وايي، د پخواني صدراعظم کورنۍ نهده توانېدلې چې د ملکیتونو د پیسو د ورکړې په اړه محکمې ته قناعت ورکړي.
راپور: صفيالله ستانکزی