د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

روغتیا وزارت: په کال کې د ۴۰ زره معتادینو درملنه کوو


د افغانستان دولت غواړي چې د نشه‌يي موادو د غوښتنې راکمولو په پالېسۍ کې وقايې ته ډېر پام وکړي.

په افغانستان کې له نشه‌يي موادو سره مبارزې د ملي یووالي اوونۍ په دې پيغام سره پيل شوه چې "نشه‌يي مواد تباه کوونکي دي" په دې مناسبت د یکشنبې په ورځ د کابل په فینيکس روغتيايي مرکز کې یوه غونډه جوړه شوه چې د ځینو دولتي ادارو لوړپوړي چارواکي هم ورته راغلي و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو معین فدا محمد پیکان په دې غونډه کې وویل چې دوی په کال کې د دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت سره ۴۰ زره معتادین تداوي کوي، خو دا چې خلکو ته نشه‌يي مواد اسانه او ارزانه په لاس ورځي او د دې تر څنګ په ټولنه او کورنيو کې له تداوي شويو خلکو سره ناسم چلند کېږي، نو هغوی بېرته نشو ته مخه کوي.

معتادین
معتادین

نوموړي زیاته کړه:

"د عامې روغتيا وزارت مشرتابه به د مالي سرچينو پيدا کولو، روغتيايي سیستم پياوړي کولو او عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې او په ټولو برخو کې له نشه‌يي موادو سره مبارزه کوي او اړونده ادارو ته وايو چې د اعتياد مسئلې ته يوازې له روغتيايي پلوه ونه‌ګوري او داسې فکر ونه‌کړي چې يوازې د عامې روغتيا وزارت په دې برخه کې مسئوليت لري."

په دې غونډه کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت دا هم وويل چې د نشه‌يي موادو د غوښتنې راکمولو پر پالېسۍ له سره کار کوي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د غوښتنې کمولو رئیس ناصر شریفي وویل چې په نوې پالېسۍ کې د درملنې په نسبت پر وقايه ډېر ټینګار شوی دی.

ښاغلي شريفي وویل چې د روغتیايي مرکزونو جوړول له نشه‌يي موادو سره د مبارزې اساسي حل لاره نه‌ده، باید هڅه وشي چې خلکو ته د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي.

ښاغلی شریفي زیاتوي:

"کله چې موږ څو کاله وړاندې د نشه‌يي موادو د غوښتنې راکمولو پالېسي جوړه کړه هغه وخت افغانستان نهه لکه او ۴۰ زره معتادین درلودل، هغه وخت هدف دا و چې د څو کلونو په بهير کې به د دې معتادينو درملنه وشي، خو له بده مرغه وروسته وليدل شوه چې دا ستونزه ورځ په ورځ پسې ډېرېږي، ځکه نو اوس اړتيا ليدل کېږي چې په پالېسۍ کې بدلون راشي او پالېسي له اوسنيو شرايطو سره سمه چمتو شي."

په افغانستان کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د ملي یووالي اوونۍ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې په تازه راپور کې راغلي چې په نړۍ کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله په سلو کې ۶۵ ډېر شوی او د نړۍ ډېری تریاک په افغانستان کې تولید کېږي.

د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00
مستقیم لېنک

راپور: فريد حليمي

XS
SM
MD
LG