د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

فروتن: تر دې وروسته د ملي عمل د پلان له مخې له مخدره موادو سره مبارزه کېږي


له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت به د ستراتېژۍ د مودې تر ختمېدو وروسته د ملي عمل پلان له مخې، له نشه يي موادو سره مبارزه کوي.

د نشه يي موادو د کنټرول ستراتيژي چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت له نورو وزارتونو او نشه يي موادو سره د مبارزې کمېټې له غړو ادارو سره په همغږۍ جوړه شوې، د ۱۳۹۶ کال په پای کې ختمه شوه.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ رئیس عثمان فروتن له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام سره د ستراتيژۍ له نتایجو راضي دی.

ښاغلی فروتن وايي چې تر دې وروسته به د ستراتېژۍ له څلور کلنې تجربې څخه په استفادې سره، له نشه يي موادو سره مبارزه د ملي عمل د پلان په چوکاټ کې پر مخ وړي.

دی زیاتوي:

"له نشه يي موادو سره مبارزه د ټولو دخیلو ادارو او د ټولنې د ټولو خلکو مسؤلیت دی، بېلابېل عوامل د دې سبب شول چې په ولایتونو کې د کوکنارو له کښت سره مبارزه له ستونزو سره مخ شي، په دې توګه ولایتي او د ولسوالیو مسؤلین مسؤلیت لري چې نه یوازې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو کې، بلکې د اعتیاد د مخنیوي او د درملنې په برخو کې هم خپل مسؤليت ادا کړي."

ښاغلی فروتن وايي چې د نشه يي موادو تولید، عرضه او تقاضا سره تړلي دي چې په ملي عمل پلان کې دې درېيو واړو برخو ته ځانګړې پاملرنه شوې او د دې پلان له مخې ۲۵ وزارتونه او بېلابېلې دولتي ادارې مکلفيت لري چې په ګډه کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د نشه يي موادو ستونزه یوه نړیواله ستونزه بللې او له دې ستونزې سره د مبارزې په برخه کې یې د نورو هېوادونو پر ګډون هم ټینګار کړی و.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې تر څو د سيمې هېوادونه د یوې سیمه ییزې ستراتيژۍ له مخې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې خپل ځانونه مکلف ونه ګڼي، ملي پروګرام په یوازې ځان دا ستونزه نه شي حل کولای.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د ستراتيژۍ پخوانی معین محمد ظفر هم پر سیمه ییزې همغږۍ ټینګار کوي او وايي چې باید ستراتيژي او له نشه يي موادو سره د مبارزې ملي عمل پلان په ملي کچه د یو واقعیت پر اساس جوړ شي.

ښاغلی ظفر وايي چې پخوانۍ ستراتيژي له هېواده بهر له واقعیتونو پرته جوړه شوې وه، ځکه موثره نه وه.

نوموړي وویل:

"مهمه خبره دا ده چي ټولې هغه ستراتيژۍ چې مخکې جوړې شوي، که عملي شوې وي او کنه، باید له سره غور ورباندې وشي، په کومو برخو کې چې یې نتیجه ښه وه، هغه باید بیا راوړل شي او کومې برخې چې ګټورې نه وې، باید تغیر شي، په ستراتيژۍ او ملي عمل پلان کې باید د وخت غوښتنې په پام کې ونیول شي، که د غوښتنې کمول سخت کار دی، خو د عرضه کولو مخنیوی بیا اسان او ممکن کار دی."

دا په داسې حال کې ده چې له شپږو میاشتو راهيسې بهرني او افغان ځواکونه په ګډه د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو هوايي بریدونه کوي.

ښاغلی ظفر وړانديز کوي چې که په لویو ښارونو کې د نشه يي موادو عرضه، کنټرول او معتادینو ته د درملنې په برخه کې اسانتياوې برابرې شي، د نشه يي موادو غوښته ورسره کمېږي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG