د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

ویسا: د نړۍ اتیا سلنه اپیم په افغانستان کې تولیدېږي


کابل چاپ ورځپاڼو نن د ګڼو نورو مطالبو ترڅنګ په افغانستان کې د مخدرو موادو د کښت او قاچاق او دغه شان په نشه‎يي توکو د روږدو کسانو د زیاتېدو په اړه لیکلي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د افغانستان د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزرات وايي، د نړۍ اتیا سلنه اپیم په افغانستان کې تولیدېږي او د دغه هېواد ۱۱،۱فیصده وګړي په نشه‎يي توکو روږدي دي.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې په افغانستان د مخدرو موادو فعال مارکیټونه دغه هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو نه د تروریستي کړیو د غړو د انتقال زمینه برابروي.

په مطلب کې د افغان حکومت د اجرائیه رئیس په حواله راغلي چې په‎دغه هېواد کې د مخدرو موادو پر وړاندې روانه مبارزه کافي نه‎ده او په نشه‎يي توکو د روږدو کسانو شمېره هم ټکان ورکوونکې ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د موضوع په تړاو مطالب چاپ کړي دي.

هېواد په خپل یو مطلب کې لیکي، د طالبانو د واکمنۍ تر راپرځېدلو وروسته امریکا په افغانستان کې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ۸،۶ میلیارد ډالره لګولي دي، خو د مطلب د لیکونکي په خبره له بده مرغه چې لا هم دغه هېواد د نړۍ په کچه د مخدرو موادو د تولید تر ټولو لوی مرکز دی.

په مطلب کې راغلي چې په افغانستان د مخدرو موادو له کاروباره تر ډېره د دولت وسله‎والو مخالفین ګټه پورته کوي او ورته د تمویل یوه ښه سرچینه ده.

هېواد په خپل یو بل مطلب کې په نشه‎يي توکو د روږدو کسانو په اړه د حکومت د مسؤلیت په تړاو لیکلي دي او ویلي یې دي چې که څه هم حکومت له ښار او واټونو د دغو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې کار کړی، خو په‎کار ده چې دې برخې ته نور هم پام زیات کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د مخدرو موادو پر وړاندې مبارزه د طالبانو د حکومت تر راپر ځېدلو وروسته پیل شوه او دا د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې دوهم مهم ماموریت و، خو د سرمقاله لیکونکي په باور، د میلیارډونو ډالرو لګښت سره- سره بیا هم دغه هېواد د نړۍ ډېره اندازه مخدر مواد تولیدوي چې د اندېښنې وړ خبره ده.

په سرمقاله کې راغلي، داسې راپورونه شته چې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې د ډېریو پروژو پیسې په ولایتونو کې حیف او میل شوي او د بدیل معیشت پروګرامونه اصلاً په یو شمېر ولایتونو کې نه‎دي عملي شوي.

ورځپاڼې په اخر کې پوښتنه مطرح کړې چې په داسې یو حالت کې نو د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د شته بنسټونو د فعالیت دوام څه مانا؟

XS
SM
MD
LG