د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

په بلخ کې د معتادینو د شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښنې


په بلخ کې له مخدره موادو سره د مبارزې مسئولین په دې ولایت کې د معتادینو ډېروالي اندېښمن کړي دي.

د دې ولایت له مخدره موادو سره د مبارزې ریاست مسؤلين وايي چې د ماشومانو او ښځو په ګډون د نشه‌يي موادو د معتادينو شمېر څه کم يو لک کسانو ته رسېږي.

د بلخ له مخدره موادو سره د مبارزې رئیس عبدالرحیم اوغلي ازادي راډیو ته وویل چې بې‌کاري، نا امني او مهاجرت په نشو باندې د خلکو د اخته کېدو لامل شوی.

په نشه يي موادو یو اخته کس
په نشه يي موادو یو اخته کس

​ښاغلي اوغلي په دې اړه زیاته کړه:

"ناامنۍ، جګړې او له هېواده بهر مهاجرتونو زموږ یو شمېر هېوادوال په نشو اخته کړي دي، دوی چې کله له بهره افغانستان ته راشي، نو نشه‌یان شوي وي، له بده مرغه چې په بلخ کې له دې امله د معتادینو شمېر ډېر شوی دی."

په بلخ کې له مخدره موادو سره د مبارزې مسؤلين وايي چې په دولت‌اباد، کلدارې او شور تپې ولسوالیو کې اکثریت نشه‌یان ماشومان او ښځې دي.

ښاغلی اوغلي ادعا کوي چې په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې ۵ روغتونونه فعالیت کوي چې په مجموعي ډول یوازې د ۲۶۰ کسانو د بستري کېدلو ظرفیت لري او د څه کم يو لک معتادینو لپاره کفايت نه‌کوي.

دا مهال د مزار شریف د دشت شور هدیره کې لسګونه نشه‌یان څه باندې ۴۰ درجې ګرمۍ کې تر کمپلو لاندې مخدره مواد څکوي، دوی وايي چې بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له دې حالت سره مخ کړي دي.

په دې هدیره کې دوه تنه معتادین وايي:

"زه پوهېدم چې دا مخدره مواد دي، خو په دې نه‌پوهېدم چې سړی داسې معتادوي چې بیا یې نه‌شي پرېښودلای، فکر مې کاوه چې دا هم لکه خواړه کله به وچه ډوډۍ خوري او کله هم پلو، هر وخت چې دې زړه شو پرېښودلای یې شې، خو داسې نه‌ده، ښه کار مې درلود، کله چې په نشو اخته شوم اوس بې‌کاره ګرځم."

"له بده مرغه چې زه په افغانستان کې په نشو اخته شوم، دا هدیره چې ګورې په هره څنډه کې یې یو ساقي ناست دی، زه اوس کار نه‌شم کولای، د سړک له سر څخه بوتلونه او نور شیان راټولوم او تر خرڅولو وروسته په هغه پيسو باندې یوه پوړۍ پوډر اخلم."

معتادین
معتادین
  • دا چې په مزار شریف کې لسګونه زره معتادینو ته مخدره مواد څنګه رسېږي او پولیس‌یې ولې مخنیوی نه‌کوي؟

په دې اړه مو د بلخ د امنیه قوماندان اکرم سامع څخه نظر وغوښت، هغه لومړی ومنله، خو څو ساعته وروسته‌یې د نا څرګندو دلایلو له مخې له ازادي راډیو سره خبرې ونه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ په ګاونډيو ولایتونو جوزجان، سرپل، سمنګان او بغلان کې هم له مخدره موادو سره د مبارزې مسئولين د معتادینو د ډېروالي خبر ورکوي.

د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مجیب الرحمن حبیبزی

XS
SM
MD
LG