د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت په تازه راپور کې راغلي چې وسلهوال طالبان غواړي د نشهيي موادو د تولید کارخانې د بهرنیو او افغان ځواکونو له هوايي بریدونو څخه خوندي سیمو ته يوسي.
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ د دې هېواد کانګرس ته راپور وړاندې کړ چې د افغانستان امنیتي حالت او جنوبي اسیا لپاره د جوړې شوې ستراتېژۍ د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنې پهکې ارزول شوې دي.
په دې راپور کې د نشهيي موادو د کارخانو ويجاړولو لپاره د افغان او بهرنیو نظامي ځواکونو ګډ هوايي بریدونه ګټور بلل شوي او پر دې ټینګار شوی چې وسلهوال طالبان هڅه کوي پاتې کارخانې خوندې سیمو ته انتقال کړي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل چې د امریکا او افغان ګډو نظامي ځواکونو د طالبانو د عایداتي سرچینو پر وچولو ډېر تمرکز کړی، نور د د دوی لپاره د نشهيي موادو د جوړولو لپاره هېڅ خوندي ځای نهشته.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د امریکا له متحده ایالاتو سره دې نتیجې ته رسېدلي یو چې باید په افغانستان کې د طالبانو مالي سرچینې وچې کړو، که څه هم طالبان هڅه کوي چې ځانونه او خپلې مالي سرچینې زموږ د هوايي ځواکونو له څارنې څخه خوندي کړي، خو تاسو پوهېږئ چې موږ په افغانستان کې د هدفونو د تشخیص یا «سکن ایګل» لپاره څلور ساحې لرو او دا څلور ساحې ټولو هغو ګواښونو ته متوجې دي چې خطرونه را منځته کوي."
د افغان او امریکا ګډو نظامي ځواکونو د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې د نشهيي موادو پر کارخانو هوايي بریدونه پیل کړي او اوس هم دوام لري.
د پنټاګون په راپور کې ویل شوي چې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه بیا د مې میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې د نشهيي موادو د تولید پر کارخانو باندې ټولې ۱۴۴ بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې د لسګونه میلیونه ډالرو په ارزښت نشهيي مواد، د تولید وسایل او پرېکرسرونه لهمنځه تللي دي.
له بله پلوه په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو د قوماندانۍ مرستیال «لینس بونج» د وېډیو کنفرانس له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دوی تر اوسه پر کارخانو باندې د هوايي ځواکونو په بریدونو کې د ملکي خلکو د وژلو په اړه کوم راپور نهدی تر لاسه کړی.
ښاغلي بونج وايي چې د دوی په عملیاتو کې ټاکلي هدفونه په نښه کېږي.
ده زیاته کړه:
"زموږ د اټکل له مخې د هوايي بریدونو په نتیجه کې طالبانو ته د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت زیان اوښتی او پر دې سربېره افغان هوايي ځواکونه هم توانېدلي چې طالبانو ته ۱۱ میلیونه ډالر زیان واړوي، موږ د نشهيي موادو د جوړولو پر کارخانو باندې د ۱۴۴ بریدونو په ترڅ کې له داسې پېښې سره نه يو مخ شوي چې په هغه کې دې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، ځکه چې زموږ هوايي بریدونه پر طالبانو باندې د مالي فشار لپاره تر سره کېږي."
د افغان او امریکا ګډو نظامي ځواکونو په تېرو اوو میاشتو کې په هلمند، فراه او بدخشان کې د نشهيي موادو د جوړولو پر کارخانو بریدونه کړي دي.
په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازی ګل احمد اعظمي وايي چې تر دې وړاندې د نشهيي موادو د تولید لابراتوارونه په غیر مسکوني سیمو کې و، خو اوس امکان لري چې وسلهوال طالبان له بریدونو څخه د خوندې پاتې کېدلو لپاره دا لابراتوارونه د خلکو د اوسېدو سيمو ته انتقال کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"هغه سیمې چې هوايي ځواکونو بمبارد کړې دي، په هغو کې د ملکي خلکو تلفات ډېر کم و، ځکه چې هدف په سمه توګه په نښه شوی و، له دې امله د طالبانو یو پروګرام به دا وي چې کارخانې ګڼ مېشتو سیمو ته انتقال او په دې ډول هوايي بریدونه له ستونزو سره مخ کړي."
ښاغلی اعظمي په داسې حال کې چې د طالبانو د مالي سرچینو لهمنځه وړل په افغانستان کې د جګړې د مالي سرچینو وچول بولي، له افغان او امریکايي ګډو نظامي ځواکونو څخه غواړي چې د ملکي کسانو د خونديتوب هڅه وکړي او د نشهيي موادو د جوړولو پر کارخانو باندې هوايي بریدونو کې دې پوره دقت وکړي.
د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
راپور: مرسلین ارسلا