د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

ایرانۍ مېرمنو د دوهم ځل لپاره له نارینو سره یو ځای د فوټبال لیدلو چانس تر لاسه کړ


په روسیه کې د ایران د فوټبال ملي ټیم که څه هم خپله وروستۍ لوبه پرون له پرتګال سره مساوي کړه خو په خپل ګروپ کې د کمو امتیازونو په لرلو سره د دغه نړیوال جام له سیالیو ووت.

دواړو ټیمونو یو یو ګول وواهه خو د ایران ټیم چې په بې ګروپ کې یې مخکې یوه لوبه له مراکشه ګټلې او بله یې هسپانیا ته بایللې او په جدول کې یې دریم ځای خپل کړی و، د دې جام بل پړاو سیالیو ته د وتلو لپاره یې د هغې ګټلو ته اړتیا درلوده.

خو که د ایران ټیم په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام له سیالیو سره مخه ښه وکړه، په ایران کې ښځو بیا په وروستیو څلوېښتو کلونو کې د دوهم ځل لپاره چانس ترلاسه کړ چې دغه لوبه له سړو سره یوځای د تهران د آزادي په لوی سټېډیوم کې د ټلوېزیون پر یوې لویې پردې وګوري.

په ایران کې په ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې چې مذهبي محافظه کاران واکمن دي، ښځې له دې منع شوي چې په ورزشي لوبغالو او عامو ځایونو کې د فوټبال لوبې له سړو سره یوځای وګوري.

محافظه کاران داسې استدلال کوي چې ښځې باید په دغو لوبو کې له سړو ځکه لېرې وساتل شي چې کله نارینه په احساساتو راځې ښکنځلې کوي او سپکې سپورې وایي.

له دې مخکې د تېرې چهارشنبې په ورځ ښځو په ایران کې د لومړي ځل لپاره چانس ترلاسه کړی و چې د تهران په همدې سټېډیوم کې له سړو سره یوځای له هسپانیا سره د خپل ملي ټیم لوبه وګوري.

په داسې حال کې چې تېره ورځ د تهران په لوی سټېډیوم کې ښځو د خپل ټیم د لوبې ننداره کوله، د ښځو د حقونو ایرانۍ فعالې مریم قشقایي ته روسي چارواکو بیا اجازه ورکړه چې د سارانسک ښار په سټېډیوم کې د پرتګال او ایران ترمنځ د لوبې په جریان کې په ایران کې پر ښځو د لګول شوي بندیز په وړاندې خپل اعتراض ته دوام ورکړي.

مېرمن قشقایي چې د یوه انلاین کمپاین له لارې د فوټبال د نړیوال فدراسیون له مشره غواړي چې پرښځو د بندیز د لیرې کولو لپاره پر تهران فشار راولي، د ټامسن رویټرز فونډیشن ته وویل چې د اعتراضیه شعار په بیا اوچتولو سره د بریا احساس کوي.

تر دوشنبې پورې چې په روسیه کې د ایران او پرتګال ترمنځ لوبه د تهران په لوی سټېډیوم کې ښځو له سړو سره یوځای لیدله، د دغه انلاین کمپاین د لاسلیک کونکو شمېرتر سل زره کسانو، په سمبولیک ډول د دغه سټېډیوم د نندارچیانو له ظرفیته زیات شو.

XS
SM
MD
LG