د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

اروپا ته د پناه غوښتنې په تقاضا کې ۴۴ فیصده کموالی راغلی


د اروپایي ټولنې د یوه نوي راپور پر اساس تېر میلادي کال د ۲۰۱۶ میلادي کال په مقایسه اروپا ته د پناه غوښتنې په تقاضا کې ۴۴ فیصده کموالی راغلی دی.

د پناه غوښتونکو د ملاتړ اروپایي ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، د هغو کسانو شمېر چې تېر کال یې د ناروې او سویډن په ګډون د اروپایي ټولنې په ۲۸ هېوادونو کې د پناه غوښتنې تقاضا کړې وه، د ۲۰۱۶ میلادي کال په پرتله تقریباً نیمایي راکمه شوې ده.

د راپور له مخې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د شاوخوا ۱،۳ میلیونه کسانو د پناه غوښتن‎لیکونه ثبت شوي دي، خو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دا شمېر شاوخوا ۷۳۰ زرو ته راټیټ شو چې د ټولیزې شمېرې ۴۴ فیصده کموالی ښیې.

مارګارییت شیناس
مارګارییت شیناس

د اروپایې کمېسیون ویاند مارګارییت شیناس د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۸» د دغه راپور د جزئیاتو د ورکولو پر مهال وویل:

"په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۷۲۸،۴۷۰ کسانو په اروپایي اتحادیې کې دننه د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتنې کړي دي چې دا د ۲۰۱۶ میلادي کال په مقایسه ۴۴ فیصده کموالی ښیې. دا دوهم کال دی چې د دغو کسانو کموالی څرګندوي او د ۲۰۱۸ میلادي کال د لومړیو څلورو میاشتو وروستۍ شمېرې دا ښیې چې دغه بهیر لا هم روان دی."

راپور زیاتوي د دغو غوښتنو زیاته برخه په پرله‎پسې ډول د څو هېوادونو وګړي جوړوي.

سوریه د دغو هېوادونو په سر کې ځای لري چې د پناه د غوښتن‎لیکونو د عمومي شمېرې ۱۵ فیصده یې جوړوي.

تر دې وروسته افغانان او عراقیان دي چې ۷ فیصده دي، پاکستانیان څلور او ایرانیان د دغې شمېرې درې فیصده جوړوي.

د اروپایي ټولنې په‎دغه نوي راپور کې راغلي چې له افغانستانه د پناه غوښتونکو شمېر په ۲۰۱۶ میلادي کال ۱۹۰ زره وو چې په ۲۰۱۷ میلادي کال ۵۰ زرو ته راولوېد.

د پاکستانیانو شمېر په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۵۰ زره وو چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۳۲ زره ته راټیټ شو او ایرانیان چې په اروپایي هېوادونو کې د پناه غوښتنې کړي دي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۴۲ زره وو او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۱۹۰۰۰ ته راټیټ شوی دی.

دغه راپور په ۲۰۱۷ میلادي کال په اروپا کې د سوریې د پناه غوښتونکو شمېر ۱۰۸ زره ښودلی چې دا شمېره تر مخکې کال کې ۳۴۲ زره ښودل شوې وه.

دا راپور داسې مهال خپور شوی چې اروپایي ټولنه لا هم د کډوالۍ په برخه کې په مبارزې بوخته ده.

په همدې حال کې خلک له منځني ختیځ، شمالي افریقا او نورو ځایونو څخه د جګړو او اقتصادي ستونزو له کبله اروپا ته مخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG