د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

ولسمشر غني، عبدالله، او مودي له هند سره ټېسټ لوبه ویاړ بللی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن وويل چې د هېواد ملي کرکټ ټيم د جګړه ځپلي افغانستان لپاره د وياړ سرچينه ده.

ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي:

"نن يوه تاریخي ورځ ده، د ټولو افغانانو په استازيتوب زه د افغان کرکټ لوبغاړو په لاسته راوړنو وياړم، هندوستان او افغانستان اوس په اسيا کې د کرکټ په ډګر کې دوه لوی قدرتونه دي."

د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي:

"وياړم چې په بنګلور ښار کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ تاریخي ټېسټ لوبه ګورم."

ښاغلي عبدالله په بنګلور ښار کې د دواړو کرکټ لوبډلو سره وکتل او د خبرو پر مهال‌يې داسي وويل:

"دا زموږ د سپورت په تاریخ کې او زموږ دواړو هېوادونو د اړيکو په تړاو دا يوه تاریخي لوبه ده، افغان لوبغاړو او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ډېره کمه موده کې ډېر ژر پرمختګ کړی دی."

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي هم نن وويل چې دی هيله لري د هندوستان او افغانستان ترمنځ تاريخي لوبه به د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکې قوي کړي او په سیمه کې د سخت دريځۍ پر وړاندې به دواړه ګاونډي هېوادونه نور هم سره نږدې کړي.

افغانستان خپله پنځه ورځنۍ ټېست لوبه نن د هندوستان په بنګلور ښار کې پيل کړه.

د دغې لوبې کتلو ته د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي ورغلي دي.

مودي پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي:

"زه افغانانو ته مبارکي وايم چې د دوی د کرکټ ټيم خپله لومړۍ نړيواله ټېسټ لوبه کوي، خوشاله يم چې دوی دا تاریخي لوبه له هندوستان سره انتخاب کړه، دواړو ټيمونو ته ښې هيلې لرم."

مودي زیاته کړې، هيله لرم سپورت زموږ خلک نور هم سره نږدې او زموږ اړيکې نورې هم ټينګې کړي.

د هندوستان د سپورت وزیر راجيا وردهان راټهور له افغان لوبغاړو سره د لوبې تر پيل مخکې خبرې وکړې او د مودي د مبارکۍ پيغام‌يې ولوست.

د افغانستان کرکټ لوبډله لومړی ځل په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د نړيوالې لوبې په توګه د کرکټ د نړیوالې شورا له‌خوا ومنل شوه او تېر کال په جون مياشت کې يې د دغې شورا دايمي غړيتوب تر لاسه کړ.

د افغان کرکټ ټیم تکړه لوبغاړی نبي عیسی‌خېل
د افغان کرکټ ټیم تکړه لوبغاړی نبي عیسی‌خېل

د هندوستان د کرکټ پخواني الراونډر سليم دراني د افغانستان د کرکټ لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي ته يوه ډالۍ هم وړاندې کړه.

سليم درانی په کابل کې زېږېدلی.

هندوستان افغانستان ته د دوو سټډیومونو وړانديز کړی چې افغان لوبډله په‌کې لوبې وکړي.

XS
SM
MD
LG