د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

څارونکي او حقوق‌پوهان: په انتخاباتو کې احزابو ته د ونډې ورکولو وخت تېر شوی


پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د انتخاباتو له پروسې د ګوندونو څارنه او د دوی ونډه به د انتخاباتو په شفافیت کې مرسته وکړي، خو په وینا يې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د دوی د ونډې موده تېره شوې ده.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ګوندونو ونډه، په انتخاباتي سیستم کې بدلون او د انتخاباتو په قانون کې تعدیل راوستل هغه څه دي چې د انتخاباتو څارونکي بنسټونه‌یې د عملي کولو لپاره ناوخته ګڼي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا «فیفا» اجرائیوي مشر یوسف رشید د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» ازادي راډيو ته وویل چې د ګوندونو د غوښتنو عملي کېدل د انتخاباتو د نېټې د ځنډېدو سبب کېږي او په وینا یې دا کار نا ممکنه دی.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"له تخنیکي پلوه موږ دا مهال عملاً د انتخاباتو د ترسره کېدو په حال کې یو، خو اوس چې سیاسي ګوندونه خپل سهم غواړي او خپل نوماندان باید معرفي کړي او هغوی د ګوندونو په توګه باید ثبت شي، خو موږ تېره ورځ له دې مرحلې واوښتو، ایا دغه ګوندونه غواړي چې د انتخاباتو قانون او نېټې نه سرغړونه وکړي؟"

دا په داسې حال ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې ۲۸ ګوندونو او سیاسي جریانونو د یوې ناستې پر مهال ویلي و، که چېرې د حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د دوی ونډه له پامه وغورځول شي، له کمېسیون سره د اړیکو د ځنډولو تر څنګ به په ځينو نورو اقداماتو لاس پورې کړي.

په انتخاباتي سیستم کې بدلون، د انتخاباتو په قانون کې تعدیل او د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ګوندونو د ۴۰ سلنه ونډې له پلوه د انتخاباتو په قانون کې تعدیل راوستل د دوی له اساسي غوښتنو شمېرل کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ټاکل شوې نېټې پر اساس د ولسي جرګې انتخاباتو ته یوازې شپږ میاشتې وخت پاتې دی.

د انتخاباتو یو شمېر څارونکي وايي، که چېرې د ګوندونو دا غوښتنې ومنل شي انتخابات به د عقرب تر میاشتې پورې وځنډېږي چې په هغه صورت کې به دا بهیر په سړو سیمو کې عملي نه‌شي او انتخابات به سراسري نه‌وي.

له دې سره هم مهاله د ولسي جرګې غړي بیا په دغه بهیر کې د خلکو پر پراخ ګډون ټينګار کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ګوندونو د طرحې عملي کېدو وخت تېر شوی.

  • خو په دې تړاو د حقوق‌پوهانو نظر څه دی؟

افغان کارپوه او د پوهنتون استاد ودیر صافی وايي، اړتیا وه چې دغه غوښتنې د ګوندونو له لوري دوه کاله مخکي یعنې د انتخاباتو د قانون د اصلاح پر مهال مطرح شوي وی.

ودیر صافی
ودیر صافی

نوموړي زیاته کړه:

"اوسنیو شرایطو کې له سیاسي، اقتصادي او حقوقي پلوه چې ګوندونو ته برخې نه‌دي بېلې شوي دا غوښتنې عملي نه‌دي او هغه څه چې کمېسیون د ګوندونو د غوښتنو په ځواب کې وايي، که څه هم یوه پلمه ده ځکه چې دوی له پخوا پوهېدل چې په قانون کې احزابو ته سهم ورکړي، خو حکومت هم د ډمکراسۍ په فکر کې نه‌و."

که څه هم پر انتخاباتو څارونکي بنسټونه د حکومت، سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ترمنځ پر خبرو اترو ټينګار کوي، خو افغان کارپوه ودیر صافی وايي، د دې لپاره په قانون کې د ګوندونو سهم موجود نه‌و د قانون تعدیل حتی چې د نوماندانو د نوم‌لیکنې بهیر پای موندلی امکان نه‌لري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG