د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر یوه میاشت نور هم وغځېد


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې لړۍ یوه میاشت نور هم وغځوله.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې د غځولو هدف دا دی چې خلک وکړای شي په راتلونکو انتخاباتو کې د رای له حق څخه استفاده وکړي.

د دغه کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۲۰» یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه ډاډ ورکړ او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې په پراخه کچه د نوم لیکنې په پروسه کې برخه واخلي.

نوموړي زیاته کړه:

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

"د خلکو ، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له مکررو غوښتونو وروسته کمېسیون تصویب کړه چې د نوم لیکنې لړۍ په مرکز او ولایتونو کې د یوې میاشتې لپاره وغځول شي چې خلکو ته د دې فرصت ورکړل شي څو په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون لپاره په ټاکل شویو مرکزونو کې نوم لیکنه وکړي."

د ښاغلي صیاد په خبره د روانې ثور میاشتې پر ۲۵ نېټه به د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه په ولسوالیو کې هم پیل شي او په دوهمه مرحله کې به لېرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي.

نوموړی په ورته وخت کې د درغلیو د مخنیوي لپاره د حکومتي بنسټونو په ځانګړې توګه د امنیتي بنسټونو د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولري، خو بریالي نه شوو ، تر دې واړندې د کورنیو چارو وزارت د رای ورکوونکو د مرکزونو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی و.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس همدا شان وویل چې هېڅ څوک نه شي کولای چې انتخاباتي کمپاینونه له اعلان شوې نېټې وړاندې پیل کړي او که چا دا کار وکړ له قانوني چلند سره به مخ شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه د روان لمریز کال د حمل پر ۲۵ مه پیل کړه او یوه میاشت وخت یې ورته وټاکه، خو د دې پروسې د ورو مخ ته تګ، د خلکو د کمې ونډې اخیستنې، د کمېسیون له خوا خلکو ته د پوره عامه پوهاوي نه ورکول او امنیتي ستونزې هغه څه وو چې د ملي شورا او د انتخاباتو د څار د یو شمېر بنسټونو له انتقاد سره مخ شول.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټول هېواد کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په پروسه کې له یو نیم میلیون څخه زیاتو کسانو ګډون کړی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د نوم لیکنې د مودې د غځولو پرېکړه د انتخاباتو د څار د یو شمېر بنسټونو له هرکلي سره مخ شوې ده.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ "ټیفا" رئیس محمد نعیم ایوب زاده په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

نعیم ایوب زاده
نعیم ایوب زاده

"موږ د کمېسیون له دغې پریکړې هرکلي کوو، خو د پروسې غځول د حل یوازينۍ لار نه ده، باید عامه پوهاوی ترسره شي، یوازې د کمېسیون له لوري نه بلکې د انتخاباتو د څار بنسټونه هم باید په عامه پوهاوي کې برخه واخلي، حکومت باید د امنیت د ټینګښت په برخه کې هلې ځلې وکړي او سیاسي ګوندونه باید خلک په انتخاباتو کې ګډون ته وهڅوي."

د انتخاباتو لپاره د را ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې موده په کابل او ولایتونو کې په داسې حال کې غځول کېږي چې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه لا هم امنیتي ننګونې، د خلکو کمرنګه ونډه او د دې پروسې مدیرت د اندېښنې وړ بولي چې په خبره یې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

راپور: محمد حدیث پردیس

XS
SM
MD
LG