په داسې حال کې چې د افغانستان په نهه ولایتونو کې جنګ روان دی او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم د دې هېواد د بېثباتۍ راپور ورکړی د افغانستان دفاع وزارت وايي چې اوسمهال په دې هېواد کې امنیتي حالاتو تغییر کړی او د ښهوالي پر خوا روان دی.
د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي ستونزې شته، خو وايي د اندېښنې وړ نهدي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ محاربوي عملیات لاسته راوړنې لري. په هلمند، فراه، ارزګان او غزني کې امنیتي وضعیت تغییر کړی، په ټوله کې ویلی شو چې په افغانستان کې امنیتي حالات کړکېچن نهدي او د ښهوالي پر خوا روان دي."
دا په داسې حال کې ده چې تازه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي چې د دوی د څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او افغانان له ستونزو سره مخ دي.
په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت په یو حالت کې نهدی او هر وخت تغییرېدونکی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي چې په دې اړه پلټنې تر اوسه نهدي بشپړې شوي.
جرمني له څه مودې راهیسې د افغانستان د امنیتي وضعیت ارزیابي پیل کړې چې د دغو څېړنو له پای ته رسېدو سره سم به په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه هم خپله پرېکړه اعلان کړي.
بلخوا د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د هېواد امنیتي وضعیت د بحران په لوري روان دی.
له ډلې يي یوسف امین ځاځي ازادي راډیو ته وویل:
"موږ د افغانستان د امنیتي وضعیت د بدلون لپاره نه په سیمه نه په نړۍ او نه هم په افغانستان کې څه نهوینو، ځکه نو نهیوازې د ثبات په لوري نهیو روان، بلکې په افغانستان کې انساني ناورین سره مخ یو."
د ده په وینا تر هغې چې د هېواد وسلهوال ځواکونه مجهز او د وسلهوالو ځواکونو ټولې قواوې بشپړې او چمتو نهشي په هېواد کې ثبات ناممکن دی.
راپور: اکراالله اکرام