د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

افغان کرکټ لوبډلې له بنګله‌دېشه د ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله


افغان کرکټ لوبډلې له بنګله‎دېش سره د ۳ شل اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه وګټله او له دې سره سم‌یې د دغو درېيو لوبو لړۍ یا سیریز هم وګاټه.

د بنګله‎دېش او افغانستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزو لوبو دوهمه لوبه د سې شنبې په ماښام «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۵» د هندوستان په دهرادون ښار په راجیو ګاندهي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې افغان لوبډلې په‎کې خپلې سیالې لوبډلې ته په ۶ وېکټو او ۷ توپونو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه بنګله‎دېش وګټله، لومړی یې د بېټېنګ پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې وکړې او افغانستان ته‌یې د ګټلو لپاره ۱۳۵ منډې هدف ورکړ.

د بنګله‎دېش لپاره یوازې تمیم اقبال تر ټولو زیاتې ۴۳ منډې او مشفیق الرحیم یوازې ۲۲ منډې وکړې.

که افغان بالرانو یو ځل بیا ښه بالېنګ وکړ او بنګله‎دېشۍ لوبډله‌یې په خلاص مټ منډو جوړولو ته پرېنه‎ښوده.

په افغان بالرانو کې راشد خان یو ځل بیا په توپ اچونه کې ښه وځلېد، نوموړي په خپلو ۴ اورونو کې یوازې ۱۲ منډې ورکړې او ۴ بنګله‎دېشي لوبغاړي یې وسوځول.

راشد خان یو ځل بیا په توپ اچونه کې ښه وځلېد
راشد خان یو ځل بیا په توپ اچونه کې ښه وځلېد

د دې تر څنګ محمد نبي ۲ او شاه‌پور ځدراڼ او کریم جنت هم ۱ـ۱ وېکټه واخیسته.

افغان لوبډلې د بنګله‎دېش له‎خوا ورکړل شوی هدف د ۱۸ اور په ۵ توپ یوازې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د افغان لوري اوپنر محمد شهزاد ۲۴، عثمان غني ۲۱، محمد نبي ۳۱ او سمیع‌الله شینواري بیا د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو پر مټ تر ټولو زیاتې ۴۹ منډې جوړې کړې.

په بنګله‎دېشي بالرانو کې روبېل حسن او ابو حیدر ۱-۱ او مصدق حسین بیا ۲ افغان لوبغاړي اوټ کړل.

دا دوهم ځل دی چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا «ICC » له دایمي غړي د شل اوریزو لوبو لړۍ ګټي.

تر دې مخکې افغانستان له زېمبابوې څخه هم د شل وریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ ګټلې ده.

د افغانستان او بنګله‎دېش ترمنځ د دغه سیریز وروستۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ (جون ۷) ده.

د یادونې وړ ده چې راشد خان د خپلې ښې توپ اچونې له امله د دغه لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG