د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له بنګله دیش سره مخ کېږي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن یکشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» ​د شل اووره کرکټ په سیالیو کې د بنګله‎دېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.

د شل اوره کرکټ د درېیو سیالیو دا لړۍ په هند کې پېلېږي.

سیالۍ به د هند په دهرادون ښار کې د راجیف ګاندي په نړیوال سټډیوم کې د افغانستان په کوربه‎توب پېل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئيس، شفیق‎الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې په هند کې را روانې سیالۍ د افغانستان لپاره ځکه مهمې دي چې باید د څلور اووره کرکټ د نړیوال جام په دوهم پړاو کې د ګډون لپاره د روان میلادي کال تر پایه، د نړۍ په اتو غوره لوبډلو کې خپل ځای وساتي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړو د دې سیالیو لپاره د تیاري لپاره ۴۰ ورځې په هند کې تمرین کاوه.

د افغانستان کرکټ بورډ همدا راز پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۲»​ اعلان وکړ چې بيټسمن، حضرت ځاځی یې له‎دې امله چې له بنګله‎دېش سره په تمریني مسابقه کې یې ښه لوبه کړې وه، د افغانستان ټیم ته چې نن به د بنګله‎دېش سره په مسابقه کې ګډون کوي ور اضافه کړی دی.

کرکټ بورډ پر ټوېټر وویل چې حضرت ځاځي د دې ادارې د غوراوي کمېټې په ځانګړي سپارښتنه، د افغانستان ننني ټيم ته ور ګډ شوی دی.

XS
SM
MD
LG