د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د بنګله‌دېش په وړاندې لوبه وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د بنګله‌دېش په وړاندې ۲۰ اوریزه لوبه پرون یکشنبه شپه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳»​ وګټله.

افغان ټیم پرون شپه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» د هند په راجیف ګاندي سټډیوم کې بنګله‌دېش لوبډلې ته د ۱۶۸ منډې هدف وټاکه.

بنګله‌دېش د هدف د پوره کولو لپاره خواري وکړه، خو ټول ټیم‌یې په ۱۲۲ منډو وسوځېد.

د پرون شپې غوره لوبغاړی راشد خان شو چې درې وېکټې یې په ۱۳ منډو واخیستې.

ده وویل:

"ما خپل عادي بالنګ وکړ. کوښښ مې وکړ چې بېټسمن ته د شاټ چانس ورنه‌کړم. دا ډېر ښه میدان و. لږ څه نم و خو همدې نم برعکس زما بال نور هم ښه تاو کړ. په هر صورت ډېر ښه میدان و او ما له خپل بالنګ څخه خوند واخیست."

اخوا د کرکټ ملي ټیم کپټان اصغر ستانکزي هیله وښوده چې د لومړۍ لوبې ګټل د ټورنمنټ د ګټلو لار هواره کړه.

افغانستان به سبا او دوه ورځې وروسته دوه پاتې ۲۰ اوریزې لوبې هم له بنګله‌دېش سره وکړي.

XS
SM
MD
LG