د ارزګان-کندهار لویې لارې موټر چلوونکي وايي چې وسلهوالو طالبانو پر دغې لویې لارې ماینونه خښ کړي.
دغو موټر چلوونکو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۵» ازادي راډيو ته وویل چې دغه چارې یې پر کاروبار منفي اغېز کړی او له دولته غوښتنه کوي چې د یادې لارې امنیت دې خوندي کړي.
د ارزګان امنیتي مسؤلین بیا په خپل اړوند ساحه کې خلکو ته د امنیت ډاډ ورکوي، خو وايي د کندهار مربوط سیمه کې معلومات نهلري.
بلخوا د کندهار امنیتي مسؤلین د خلکو خبرې تأییدوي، خو ژمنه کوي چې یاده لاره به ډېر ژر د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
دغه لارې چې د ارزګان د خلکو لپاره د انسان د ستوني په څېر حیثیت لري، له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د دغه ولایت خلک د رغولو او امنیت غوښتنه کوي، خو لا هم دولت نهدی توانېدلی چې د خلکو دغه غوښتنې پوره کړي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: