د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې اکثره لیکنې له ښوونځیو څخه د محرومو افغان ماشومانو په اړه د یونېسف راپور ته ځانګړې شوې دي.
- سرخط
سرخط ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تړل شویو ښوونځیو شمېر د زرو په شااوخوا کې ښيي، خو د ماشومانو لهپاره د ملګرو ملتونو اداره یونېسف بیا وایي چې په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان له زدهکړو محروم دي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې په هېواد کې روانې ناامنۍ، فساد، ناوړه دودونه او رواجونه هغه ستونزې دي چې له ښوونځیو څخهیې د ماشومانو مخ اړولی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د یونېسف په راپور کې د هغو ماشومانو عمرونه چې له زدهکړو محروم دي د ۷ او ۱۷ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.
ورځپاڼه لیکي:
د هېواد له جنوبي سیمو څخه ورته رسېدلي معلومات ښيي، هغه ماشومان چې ښوونځیو ته نهځي، یا خو د وسلهوالو لیکو ته ځي او د نظام پر ضد جنګېږي، یا په ښارونو کې تر ځان درانه کارونه کوي او مافیایي ډلې ورڅخه ناوړه ګټه پورته کوي.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې بیا د یونېسف د راپور په استناد لیکلي دي چې له زدهکړو بېبرخې د ۳،۷ میلیونه ماشومانو له ډلې نه ۲،۷ میلیونهیې نجونې دي چې ۸۵ سلنهیې په کندهار، هلمند، وردک، زابل، پکتیکا او ارزګان کې دي.
ورځپاڼې وړاندې د پوهنې وزارت غبرګون راخیستی دی او لیکلي یې دي چې له زدهکړو د ۳،۷ میلیونه ماشومانو بېبرخې کېدل چې ۲،۲ میلیونهیې نجونې دي، یو ناورین دی.
ورځپاڼې د پوهنې وزارت د سرپرست په حواله لیکلي چې د ناامنیو زیاتېدل او له وخته مخکې د نجونو ودول هغه اساسي لاملونه دي چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخنیوی کړی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي، دا راپور داسې مهال خپور شوی دی چې همدا اوس د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې جګړه روانه ده او وسلهوال مخالفین له ښوونځیو څخه د مورچلو په توګه کار اخلي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې د وروستیو کلونو جګړو، د لوږې زیاتېدو او تعصب له ۲۰۰۲ میلادي کال نه نیولې تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې د پوهنې په برخه کې لاسته راوړنې لهمنځه وړې دي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان د پوهنې وزارت د یونېسف په راپور کې له زدهکړو د بېبرخې ماشومانو پر ښودل شوې شمېرې اندېښنه څرګنده کړې ده.
ورځپاڼه لیکي چې د پوهنې سرپرست وزیر په دومره شمېر کې د ماشومانو له زدهکړو محرومېدل د هېواد د راتلونکې لهپاره خطرناکه بولي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د دغه راپور د خپرېدو پر مهال په کابل کې د کاناډا سفیر وویل چې افغان حکومت باید ښوونځیو ته له زدهکړو د محرومو ماشومانو د بېرته ستنولو لهپاره زیات کار وکړي.
- دنیا
دنیا ورځپاڼې بیا د یونېسف راپور ته په اشارې لیکلي دي چې په هېواد کې روان جنګ د دې او نورو بدبختیو اصلي لامل دی.
ورځپاڼې لیکلي دي چې له زدهکړو د درې نیم میلیونه ماشومانو محرومېدل، د افغانستان په څیر هېواد لهپاره کومه عادي مسئله نهده، بلکې یو جدي ناورین او تباهي ده او پهکار ده چې له دغه حالته د خلاصون لهپاره زیاتې هلې ځلې وشي.
ورځپاڼې لیکلي دي، که د جګړې زیانونه په سمه توګه درک نهشي، نو ممکن زموږ له ولسه تر دې هم زیاته قرباني واخلي.
ورځپاڼې لیکلي دي، که نن درې نیم میلیونه ماشومان له زدهکړو بېبرخې شوي دي او د انتخاباتو په څېر ملي بهیر له ستونزو سره مخامخ دی، نو په راتلونکي کې دغه شمېر دوه او درې برابره زیاتېږي.
ورځپاڼې په پای کې سپارښتنه کړې چې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لهپاره چې د ټولو بدبختیو لامل ده، باید د هلمند د خلکو د خوځښت ملاتړ وشي.