د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

د قبایلي سیمو په اړه د پاکستان د پارلمان پرېکړه او د افغانانو تُند غبرګونونه!


یو شمېر افغانانو په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د پاکستان د هغې پریکړې خلاف مظاهره وکړه، کومه چې له‎مخې یې قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا کې مدغمېږي.

خېبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د ادغامېدو په تړاو د پاکستان د پارلمان وروستۍ پریکړه د یو شمېر افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د «افغان ژغورنې غورځنګ» غړو او لسګونو افغانانو د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د پاکستان د دغې پریکړې پرضد شعارونه ورکول او له افغانستان سره‎يې د قبایلو سیمو د یو ځای کېدو غوښتنه کوله.

د مظاهره‎کوونکو له ډلې میوند ارین د پریکړه‎لیک یوه برخه داسې ولوسته:

"د محکوم وطن افغانانو لپاره قبایلي کارتونه بسنه نه‎کوي او باید ورته تذکرې ورکړل شي او په تذکرو کې دې ولایت ورته پښتونستان ولیکل شي، د افغانستان اوسنۍ نقشه دې د لوی افغانستان نقشه شي او د پښتونستان مسئله دې په اساسي قانون کې هم ولیکل شي، افغان دولت باید په ملي شورا کې د پښتونخوا خلکو ته څوکۍ هم ورکړي."

د اعتراض کوونکو یوه بله غوښتنه دا وه چې د افغانستان د پوهنې وزارت باید د قبایلو سیمو د ښې پیژندګلوۍ په هدف د پوهنې په نصاب کې مطالب او مضامین ځای پرځای کړي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د پاکستان پارلمان د پنجشنبې په ورځ په خېبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو د ادغامېدو مصوبه توصیب کړه او د جمعې په ورځ بیا د هغه هېواد سنا مجلس هم پرې د تأیید مهر ولګاوه.

د راپورونو له مخې په قبایلي سیمو کې شاوخوا ۵ میلیونه وګړي ژوند کوي.

ټاکل شوې چې دا مصوبه د خېبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلې تر تأیید وروسته د توشیح لپاره د پاکستان جمهور رئیس ممنون حسین ته وسپارل شي.

افغان حکومت د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د پارلمان د وروستۍ پریکړې په اړه ویلي دي:

"د پاکستان پارلمان په‎داسې شرایطو کې خېبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د یوځای کېدو پرېکړه کړې ده چې په‎دغو سیمو پوځي وضعیت حاکم دی."

په اعلامیه کې راغلي چي د قبایلو سیمو په اړه هره پرېکړه باید په ارام وضعیت کې د ځايي خلکو د ولسي اجماع په رڼا کې وشي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پاکستان دا اقدام یو اړخيز او نامشروع کار بللی او رد کړی یې دی.

له وزارت نه په‎دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وزارت به خپل رسمي شکایت د اړوندو ادارو له لارې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو ته ورسوي.

له‎دې سره د افغانستان مشرانو جرګې هم د یکشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» په عمومي غونډه کې د پاکستان د پارلمان د وروستۍ پریکړې په اړه تُند غبرګون وښود.

د دغې جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار وايي:

محمد علم ایزدیار
محمد علم ایزدیار

"موږ تمه لرو چې افغان حکومت به د هغو اسنادو له مخې چې د بریتانوي هند او د وخت افغان حکومت له پریکړو څخه‎يې په لاس کې لري، سره سم عمل وکړي، دوی باید دا اسناد ارایه کړي او په اړه‎يې له پاکستان سره خبرې وکړي."

ښاغلي ایزدیار ټینګار وکړ چې افغان دولت باید د پاکستان د هر ډول ناوړه استفادو مخه ونیسي.

د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې یو شمېر نورو سناتورانو هم وویل، افغان حکومت ته ښايي چې د اسنادو پر بنسټ د پاکستان د پارلمان دغه پریکړه رد کړي.

راپور: یوسف‎خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG