د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

پوتین: د روسیې او فرانسې تر منځ اقتصادي اړيکې مخ پر پراخېدو دي


د فرانسې ولسمشر په سانت پيټرزبورګ کې په کلنۍ اقتصادي غونډه کې ګډون وکړ.

د روسیې او فرانسې تر منځ اقتصادي اړيکې مخ پر پراخېدو دي.

دا خبره د روسیې ولسمشر ویلاديمير پوتين د پنجشنبې په ورځ په کلنۍ اقتصادي غونډه کې وکړه.

پر دې سربېره چې اروپايي ټولنې په اوکراين کې د لاسوهنې، د سوريې او نورو مسايلو په خاطر پر روسيه اقتصادي بنديزونه لګولي، پوتین وويل چې له فرانسې سره د روسيې سوداګري تېر کال پنځه ويشت فيصده ودې زیاته شوه او په همدې توګه یې سږ کال هم دوام کړی دی.

د پوتین او مکرون په کتنه کې پر پراخو موضوعاتو تمرکز شوی وو لکه د سوريې او اوکراین کړکېچونه او د ايران د اټمي موافقې ژغورل.

مکرون پرون له پوتین سره وکتل
مکرون پرون له پوتین سره وکتل

روسیې له فرانسوي شرکت ټوټال سره د ګازو يوه نوې او مهمه موافقه لاسليک کړه.

دا موافقه په داسې حال کې وشوه چې د فرانسې د انرژۍ دغه لوی شرکت اعلان کړی چې له ايرانه به ووځي خو که امریکا ورته له بنديزونو معافيت ورکړي، په ايران کې به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د واشنګټن له خوا اعلان شوي بنديزونه به روان کال پر تهران له سره عملي شي.

ټوټال د روسیې د ګازو له شرکت نوواک سره موافقه وکړه او دوی به د سايبريا په شمال کې په ګډو په ګيډان ټاپووزمه کې د طبيعي ګازو تاسيسات جوړوي.

دا پروژه د ۲۵ میليارډه ډالرو په لګښت پيلېږي او له طريقه به يې د روسیې شمال ته به د ګازو اسانتیا وغځېږي.

د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون له ویلاديمير پوتين سره په ګډه خبري غونډه کې وويل چې فرانسه له روسیې سره اقتصادي اړيکې پراخول غواړي او همداراز له ايران سره د اټمي موافقې ژغورل غواړي.

XS
SM
MD
LG