وروسته له هغه چې امریکا د ایران له اټمي تړونه ووتله او واشنګټن د اروپا د المونیمو و اوسپني پر وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې کړې، د اروپایي ټولنې د لویو هېوادونو مشرانو لکه جرمني او فرانسې له چین او روسیې سره خپلې اړیکې ډېرې کړي دي.
د جرمني او چین مشرانو ژمنه وکړه چې د ایران له اټمي تړونه د امریکا له وتلو سره سره به دغه دواړه هېوادونه یاد تړون ته ژمن پاته شي.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل له خپل چینایي ساري لي که چیانګ سره نن پنجشنبه په پیکینګ کې ولیدل.
مېرمن مېرکل وویل، که څه هم د ایران اټمي تړون اوس بشپړ نه دی، خو وایي، کوم ښکاره بدیل هم نه لري.
د جرمني صدراعظمې زیاته کړه ښایي د امریکا بندیزونه له ایران سره د ځینو اروپایي شرکتونو کار له خنډ سره مخامخ کړي چې دا کار د نورو هېوادونو لپاره زمینه برابروي څو په دې اړه ګامونه واخلي.
لي که چیانګ وویل چې د ایران د اټمي تړون لغو کول د سیمې سوله او ثبات له خطر سره مخامخ کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"که دا توافق لغو شي، اغېز به یې یوازي د ایران پر اټمي پروګرام نه وي، دا به دغه راز د نورو نړیوالو مسایلو پر هواري چې د مذاکرو او سیاسي لارو پرمخ وړل کېږي، هم اغېز وکړي."
د جرمني صدر اعظمې له چینایي چارواکو سره د خبرو پر مهال دغه راز د بشري حقونو نیولې تر ساینس او ټکنالوژۍ پوري د نورو مسایلو په اړه د مشورې پر اړتیا ټینګار وکړ.
ټاکل شوې انګلا مېرکل د چین په جنوب کې د دغه هېواد د ټکنالوژۍ مرکز هم وویني.
مخکې تر دې مېرمن مېرکل د امریکا او روسیې له چارواکو سره هم لیدلي دي.
دا سفر داسې مهال شوی چې د فرانسې ولسمشر د روسیې په سفر تللی دی.
ایمانویل مکرون به نن پنجشنبه د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره د روسیې په سنت پترز برګ ښار کې وګوري او د ایران د اټمي تړون سره بېره به د سوریې او د اوکراین د ختیځ د جګړو په اړه بحث ورسره وکړي.
ولسمشر مکرون تېره اوونۍ د جرمني له صدراعظمې سره لیدلي وو.
اروپا او مسکو اوس مهال له ایران سره د اټمي تړون د خوندیتوب لپاره ډیپلوماتیکي هڅي جاري ساتلي دي.
په همدې حال کې د بشري حقونو سازمان د فرانسې له ولسمشر څخه غوښتي چې په روسیې کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنې له ولسمشر پوتین سره مطرح کړي.