د ايران او د نړۍ د پنځو سترو قدرتونو عالي رتبه ډيپلوماټان نن د اتريش په پلازمېنه ويانا کې سره ګوري.
وروسته له هغې چې روانه مياشت د امريکا متحدو ايالتونو د ٢٠١۵مېلادي کال له اټمي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ، ډيپلوماټان هڅه کوي د دغه تړون د فسخه کېدو مخه ونيسي.
د ايران رهبرانو ويلي چې دوى به د تړون هغه برخه چې په دوى پورې مربوطېږي، خوندي وساتي.
تهران دغه اټمي تړون له شپږو پياوړو هېوادونو سره لاسليک کړى و، خو د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې مياشتې پر اتمه، له دغه تړون څخه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ او ويې ويل چې پر ايران به بېرته بنديزونه لګول کېږي.
د ايران رهبرانو ويلي، که چېرې د امريکا د بنديزونو له بيا لګېدو سره- سره بريتانيا، فرانسه، جرمني، روسيه او چين په تړون کې خپله برخه خوندي پرېږدي او دا ډاډمنه کړي چې ايران له نړۍ سره تجارت کولاى شي، تهران به هم په تړون کې خپله ونډه خوندي وساتي چې په شديد ډول د ايران د اټمي پروګرام محدودول په کې شامل دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عباس عراقچي د ويانا د خبرو په درشل کې وويل: «دا خبرې به اسانه نه وي، خو موږ به خپله هڅه وکړو».
د ايران مشر ايت الله علي خامنه اي خپلو وزيرانو ته امر کړى چې د ايران د تېلو د خرڅلاو او نور تجارت لپاره له اروپايي هېوادونو د تضمينونو اخيستلو هڅه وکړي او د امريکا هغه هڅې رد کړي چې له تهران سره پر يوه بل لوى او قوي تړون د مذاکرو لپاره دي.
خامنه اي د دې لپاره چې ايران د اټمي تړون برخه پاتې شي، د چهارشنبې په ورځ ځينې شرايط وړاندې کړل چې د ده په وينا بايد ومنل شي.
بلخوا تمه کېږي اروپايي قدرتونه د امريکا له بنديزونو د هغو اروپايي کمپنيو او شرکتونو د بچ پاتې کېدو لپاره خپلې هڅې مشخصې کړي چې له ايران سره يې اړيکې ايجادې کړي.
دوى غواړي دغه کمپنۍ او شرکتونه وکړاى شي له ايران سره خپل کار و بار ته ادامه ورکړي.
ډيپلوماټانو ويلي چې اروپايي ټولنه هڅه کوي دا يقيني کړي چې دا ډول کار و بار او تجارت به په ځانګړي ډول د امريکا د بنديزونو له کبله نه اغېزمن کېږي، دغه بنديزونه د تجارتي معاملو لپاره ايران، د امريکايي ډالرو او د امريکا له مالي ادارو له استفادې منع کوي.
په دې لړ کې د روسيې او فرانسې د رهبرانو ترمنځ هم د ايران د اټمي تړون د خوندي کولو په اړه خبرې وشوې.
د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون پرون په روسيه کې له ولسمشر ویلادمير پوتين سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل:
"موږ به د دغه تړون چې په ٢٠١۵مېلادي کال کې لاسليک شوى، دفاع وکړو، له ايران سره به پر دې او نورو موضوعاتو خپلو مذاکرو ته ادامه ورکړو، موږ په بشپړ ډول موافقه کړې چې د وړاندې تګ لپاره په موثر ډول د ٢٠١۵مېلادي کال د رامنځته شوي چوکاټ خوندي کولو ته اړتيا لرو."
د دغه تړون بله لاسليکوونکې روسيه ده چې هڅه کوي دغه تړون له فسخه کېدو وژغوري.
د روسيې ولسمشر ویلاديمير پوتين پرون په همدغه ګډ خبري کنفرانس کې وويل، ايران په دغه تړون کې خپل مکلفيتونه پرځاى کړي دي:
"ايران د تړون له مخې خپل مکلفيتونه پر ځاى کړي، نو موږ بايد پوښتنه وکړو چې د دغه تړون د بې اعتباره کولو اساس څه دى؟ زما په باور د دې کار عواقب به ډېر ناوړه وي، خو موږ د دې تړون د خوندي ساتلو لپاره د فرانسې او ټولې اروپا د تمايل هرکلى کوو."
اروپايي او روسي رهبرانو ويلي، د٢٠١۵مېلادي کال اټمي تړون توانېدلى هغه هدف لاس ته راوړي چې ايران د اټمي وسلو له جوړولو راګرځول دي.
د دوى په وينا دغه تړون په منځني ختيځ کې د ثبات په ټينګښت کې هم رول لوبولى دى.
د دغه تړون له مخې ايران خپل اټمي پروګرام د اقتصادي بنديزونو د کمېدو په بل کې محدود کړى دى.