د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

دفاع وزارت: د مېلر ټاکنه به د افغان ځواکونو سره د همکارۍ په برخه کې ګټوره وي


جنرال سکاټ مېلر
جنرال سکاټ مېلر

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د نوي قوماندان په توګه د جنرال سکاټ مېلر د ټاکل کېدو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د افغانستان دفاع وزارت د دغې پرېکړې هرکلی کوي او دا یو ګټور ګام بولي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش که څه هم د افرادو تغییر او تبدیل یوه عادي چاره بولي، خو ښاغلی مېلر یو باتجربه شخص ګڼي او وايي چې د افغان ځواکونو سره د همکارۍ په برخه کې به ګټور ثابت شي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

رادمنش د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۳» زیاته کړه:

"هغه کس چې د غوڅ ملاتړ ځواکونو «RS» په رأس کې ټاکل کېږي په یقین سره چې ډېره پخوانۍ تجربه لري، زه یقین لرم چې هغه کولای شي د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې ښه مرسته وکړي او موږ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د قوماندان په توګه د هغه له ټاکلو ملاتړ او هرکلی کوو."

د امریکايي چارواکو له قوله په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې جنرال مېلر د دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو مشري کوله.

وال سټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې لیکلي چې ښاغلی مېلر چې یو عملیاتي روزل شوی سرتېری دی او له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې نهم قوماندان دی چې د افغانستان د جګړې مشري کوي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د نوي قوماندان په توګه د سکاټ مېلر له معرفي کېدو هرکلی کوو.

جنرال مېلر به افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان وټاکل شي

ټایم: د مېلر ټاکنه ښيي چې د ټرمپ اداره له پخواني طرزالعمله راوتل غواړي

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نوی قوماندان به له کمانډو ځواکونو وي

د ورځپاڼې په وینا جنرال مېلر تر دې دمه په افغانستان، عراق او سومالیا کې هم پوځي دندې ترسره کړې دي او په عراق کې د تهاجمي عملیاتو په ترسره کولو کې شهرت لري.

نوموړي د امریکا د ډېلټا فورس ځواکونو د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت لا تر دې دمه د سکاټ مېلر مقرري رسمي نه‎ده اعلان کړې، خو یو شمېر امریکايي چارواکو چې نومونه‌يې نه‎دي اخیستل شوي، دا خبر تأييد کړی دی.

دا په‎داسې حال کې ده چې جنرال جان نېکلسن له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د قوماندان په توګه دنده ترسره کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون یو شمېر غړي وايي، د افغانستان اوسنیو جنګي حالاتو او راتلونکو راروانو انتخاباتو ته په پام سره ښايي ښاغلی مېلر ډېر ګټور ثابت نه‎شي.

خالد پشتون
خالد پشتون

د دغه کمېسیون غړی خالد پشتون وايي:

"جنرال نېکلسن د افغانستان له خلکو او جغرافیې سره پوره بلدتیا درلوده، دا چې اوس جنرال مېلر راځي، تر یوه حده بلدتیا لري، خو تر هغې اندازې چې نېکلسن درلوده فکر نه‎کوم چې مېلر يې ولري، له بله‎خوا سږ کال موږ انتخابات په مخ کې لرو او کال هم ډېر ناامنه دی، زموږ پسرلني عملیات اوس هم ادامه لري، نو فکر کوم که جنرال نېکلسن تر انتخاباتو په خپله دنده پاتې شوی وی، نو دا به د افغانستان لپاره ډېره په ګټه وی."

خو د امنیتي چارو کارپوه محمداګل مجاهد بیا په‎دې باور دی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخواني قوماندان ونه‎شو کولای چې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې ګټور ثابت شي او په خبره‌یې له همدې امله امریکا دغه هېواد ته د نوي قوماندان د راستولو پرېکړه کړې ده.

جنرال مېلر په داسې حال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه ټاکل کېږي چې دغه هېواد ته د ۴ زره نورو اضافي بهرنیو سرتېرو له استولو سره سره لا هم د وسله‎والو طالبانو د حملو شدت نه‎دی کم شوی او په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې پېچلی کېږي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG