د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۸

ټایم: د مېلر ټاکنه ښيي چې د ټرمپ اداره له پخواني طرزالعمله راوتل غواړي

جنرال سکاټ مېلر
جنرال سکاټ مېلر

د نړۍ یو شمېر رسنیو په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د نوي قوماندان د ګومارل کېدو په اړه ليکلي دي.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، جنرال سکاټ مېلر به چې يو تجربه‌کاره عملیاتي سرتېری دی، نهم کس وي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې به د افغانستان د جګړې مدیريت کوي.

د ورځپاڼې په وينا، جنرال مېلر په عراق، افغانستان او سومالیا کې خدمت کړی او په عراق کې د تهاجمي عملیاتو په خاطر شهرت لري.

ده د ډېلټا يا ډېلټا فورس د لوړپوړي نظامي قوماندان په توګه کار کړی.

د وال سټريټ ژورنال په وينا، امریکا د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړيو کې په افغانستان کې خپل حضور زیات کړ او همدا راز يې دغه هېواد ته یو شمېر بې‌پيلوته الوتکې، تجهيزات او شااوخوا زر عملیاتي سلاکاران ولېږل.

  • ټایم مجله

ټایم مجلې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان په توګه د ډګر جنرال سکاټ مېلر د ټاکل کېدو په اړه ليکلي دي.

مقالې د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي چې سکاټ مېلر به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان په توګه وګومارل شي.

مقاله ليکي چې د مېلر ټاکنه دا ښيي چې د ټرمپ اداره د پخواني طرزالعمل څخه راوتل غواړي.

مېلر لسيزې د کمانډو ټيمونو مشري کړې ده، له بهرنیو متحدانو سره‌يې کار کړی او د استخباراتي ادارو سره‌یې همکاري کړې چې سخت دريځې ډلې هدف وګرځوي.

مېلر له تېرو دوو کلونو راهيسې د امریکا د ګډو ځانګړو عملیاتو قومانده پر غاړه درلوده.

دا هغه پوځي اداره ده چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې واحدونه څاري.

د ټايم مجلې مقاله ليکي چې په راتلونکو اوونيو کې په دې اړه د رسمي اعلان تمه ده.

مېلر ۵۷ کلن دی او له هغو لومړنيو امریکايي نظاميانو څخه دی چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر پنټاګون او ورلډ ټرېډ سنټر تر حملو وروسته افغانستان ته لاړ.

  • ډېلي مېل

بریتانيايي ورځپاڼې ډېلي مېل لیکلي، د امریکا د سنا له‎خوا د ۵۷ کلن سکاټ مېلر د تأييدېدو په صورت کې به دی د جان نېکلسن ځای ناستی شي.

هغه مقام چې په هرو دوو کلونو کې تغيیر کوي.

د ډېلي مېل په وينا، افغانستان ته د مېلر ګومارنه په‎داسې حال کې ده چې افغان امنيتي ځواکونه د وسله‎والو طالبانو او داعش ډلې پر وړاندې سخته مبارزه کوي.

د امریکا دفاع وزارت تر اوسه د سکاټ مېلر ګومارنه نه‎ده اعلان کړې، خو امریکايي چارواکو چې نوم‎یې نه‎دی ښودل شوی، دا خبر تأييد کړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG