د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۹

په کندهار ښار کې موټر بم چاودنې ۱۶تنه وژلي ۳۸ټپیان کړي

نن شااوخوا ۱۲ بجې د کندهار ښار د ۱۴مې حوزې اړوند د فابریکې له سرای سره موټر بم چاودنه شوې ده. یوې ...

نن شااوخوا ۱۲ بجې د کندهار ښار د ۱۴مې حوزې اړوند د فابریکې له سرای سره موټر بم چاودنه شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې یاد موټر بم د ملي امنیت له‌خوا کشف شوی وو او د شنډولو پر مهال‌یې چاودنه کړې ده.

سرچینه وايي چې د پېښې له ځایه مړي او ټپیان میرویس روغتون ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

نور جزئیات وروسته ...

د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې نن شااوخوا ۱۲ بجې د کندهار ښار په ۱۴مه امنتیي حوزه کې موټر بمب چاودنه شوې ده.

د کندهار د والي ویاند داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د فابریکې په سرای کې په یوه ټونس موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې یاد موټر بم د ملي امنیت سرتېرو له‌خوا کشف شوی و چې د شنډولو پر مهال‌یې چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دغه موټر بم چاودنې امنیتي سرتېرو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو د کره شمېر په اړه‌یې ناخبري وښوده.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې یاد موټر د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا په دغه سرای کې ځای پر ځای شوی و چې د ده په وینا غوښتل‌یې په روژه او یا هم په اختر کې د کندهار ښار په یوې له ګڼې ګونې ډکې سیمه کې چاودنه ورکړي.

پر همدې مهال د کندهار د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته ۲ مړي او ۲۳ ټپیان وروړل شوي دي.

سرچینه وايي چې په ټپیانو کې ۴ ماشومان، ۸ امنیتي سرتېري او پاته‌یې د پاخه عمر ملکي وکړي دي.

تر دا مهاله د دغې چاودنې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

د کندهار د والي ویاند وايي، د فابریکې سرای په نننۍ موټر بم چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي.

داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې ۴ پوځيان او ۲ ملکي وګړي شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټپیانو کې هم ملکي او پوځي کسان شامل دي.

د کندهار عامې روغتیا ریاست هم وايي چې دوی ته د پېښې له ځایه ۶ مړي او ۳۷ ټپيان وروړل شوي دي.

د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي د فابریکې سرای په نننۍ موټر بم چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېد.

د والي ویاند داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې ځیني کسان تر خاورو لاندې دي چې کېدای شي د مړو شمېر نور هم زیات شي.

د کندهار په موټر بم چاودنه کي ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

د کندهار د والي ویاند داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې نن غرمه یو ټونس موټر چې د چاودېدونکو موادو ډک وو د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند د فابریکې په سرای کې د ملي امنیت د ځواکونو له‌خوا تر کشف کېدو وروسته چاودنه کړې.

د احمدي په وینا د وروستیو معلوماتو پر اساس په چاودنه کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

احمدي وايي په وژل شویو کې څلور نظامیان او ۱۲ ملیکان شامل دي او په ټپیانو کې ۶ امنیتي سرتېري او پاته ملیکان دي.

دی زیاتوي:

"۳۸ ټپیان دي، په دې کې پنځه ماشومان دي او ۶ تنه زموږ امنیتي منسوبین دي. ۱۶ شهیدان چي څلور زموږ امنیتي سرتېري او ۱۲ ملکیان دي، خو دا ارقام شاید تغییر شي."

احمدي وايي، چاودنه ډېره زوروره او د مړو او ټپیانو ډېره برخه تر خاورو لاندې وه چې وروسته راویستل شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG