د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

په کندهار ښار کې موټر بم چاودنې ۱۶تنه وژلي ۳۸ټپیان کړي

نن شااوخوا ۱۲ بجې د کندهار ښار د ۱۴مې حوزې اړوند د فابریکې له سرای سره موټر بم چاودنه شوې ده. یوې ...

نن شااوخوا ۱۲ بجې د کندهار ښار د ۱۴مې حوزې اړوند د فابریکې له سرای سره موټر بم چاودنه شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې یاد موټر بم د ملي امنیت له‌خوا کشف شوی وو او د شنډولو پر مهال‌یې چاودنه کړې ده.

سرچینه وايي چې د پېښې له ځایه مړي او ټپیان میرویس روغتون ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

نور جزئیات وروسته ...

د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني نن په کندهار کې چاودنه وغندله او د ترورېستانو کار یې بللی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ترورېستانو غوښتل چې په دوو کانټینرونو کې چاودېدونکي مواد د کندهار ښار منځ ته ورورسوي او د روژې په مبارکه میاشت کې، د ملکي وګړو د قتل لپاره چاودنې وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې مواد مخکې تر چاودنې ونیسي، خو د شنډولو پر وخت‌یې د چاودنې مخنیوی ونه‌شو او بیا هم یو شمېر ملکي وګړي په‌کې ووژل شول.

د میرویس روغتون ډاکترانو نړیوالو خبري رسنیو ته ویلي چې په تلفاتو کې ملکي خلک او امنیتي ځواکونه شامل دي.

د پېښې مسئولیت چا نه‌دی اخیستی.

د کندهار په موټر بم چاودنه کي ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

د کندهار د والي ویاند داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې نن غرمه یو ټونس موټر چې د چاودېدونکو موادو ډک وو د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند د فابریکې په سرای کې د ملي امنیت د ځواکونو له‌خوا تر کشف کېدو وروسته چاودنه کړې.

د احمدي په وینا د وروستیو معلوماتو پر اساس په چاودنه کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

احمدي وايي په وژل شویو کې څلور نظامیان او ۱۲ ملیکان شامل دي او په ټپیانو کې ۶ امنیتي سرتېري او پاته ملیکان دي.

دی زیاتوي:

"۳۸ ټپیان دي، په دې کې پنځه ماشومان دي او ۶ تنه زموږ امنیتي منسوبین دي. ۱۶ شهیدان چي څلور زموږ امنیتي سرتېري او ۱۲ ملکیان دي، خو دا ارقام شاید تغییر شي."

احمدي وايي، چاودنه ډېره زوروره او د مړو او ټپیانو ډېره برخه تر خاورو لاندې وه چې وروسته راویستل شول.

د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي د فابریکې سرای په نننۍ موټر بم چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېد.

د والي ویاند داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې ځیني کسان تر خاورو لاندې دي چې کېدای شي د مړو شمېر نور هم زیات شي.

د کندهار د والي ویاند وايي، د فابریکې سرای په نننۍ موټر بم چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي.

داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې ۴ پوځيان او ۲ ملکي وګړي شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټپیانو کې هم ملکي او پوځي کسان شامل دي.

د کندهار عامې روغتیا ریاست هم وايي چې دوی ته د پېښې له ځایه ۶ مړي او ۳۷ ټپيان وروړل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG