د کندهار سیمهییز چارواکي وايي چې نن شااوخوا ۱۲ بجې د کندهار ښار په ۱۴مه امنتیي حوزه کې موټر بمب چاودنه شوې ده.
د کندهار د والي ویاند داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د فابریکې په سرای کې په یوه ټونس موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې یاد موټر بم د ملي امنیت سرتېرو لهخوا کشف شوی و چې د شنډولو پر مهالیې چاودنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې دغه موټر بم چاودنې امنیتي سرتېرو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو د کره شمېر په اړهیې ناخبري وښوده.
ښاغلي احمدي زیاته کړه چې یاد موټر د وسلهوالو مخالفینو لهخوا په دغه سرای کې ځای پر ځای شوی و چې د ده په وینا غوښتلیې په روژه او یا هم په اختر کې د کندهار ښار په یوې له ګڼې ګونې ډکې سیمه کې چاودنه ورکړي.
پر همدې مهال د کندهار د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته ۲ مړي او ۲۳ ټپیان وروړل شوي دي.
سرچینه وايي چې په ټپیانو کې ۴ ماشومان، ۸ امنیتي سرتېري او پاتهیې د پاخه عمر ملکي وکړي دي.
تر دا مهاله د دغې چاودنې مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.