د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني نن په کندهار کې چاودنه وغندله او د ترورېستانو کار یې بللی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ترورېستانو غوښتل چې په دوو کانټینرونو کې چاودېدونکي مواد د کندهار ښار منځ ته ورورسوي او د روژې په مبارکه میاشت کې، د ملکي وګړو د قتل لپاره چاودنې وکړي.
د خبرپاڼې په حواله، امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې مواد مخکې تر چاودنې ونیسي، خو د شنډولو پر وختیې د چاودنې مخنیوی ونهشو او بیا هم یو شمېر ملکي وګړي پهکې ووژل شول.
د میرویس روغتون ډاکترانو نړیوالو خبري رسنیو ته ویلي چې په تلفاتو کې ملکي خلک او امنیتي ځواکونه شامل دي.
د پېښې مسئولیت چا نهدی اخیستی.