د سوریې پوځ د پلازمېنې دمشق له جنوبي لمنې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پاتې وسلهوال وایستل او پهدې توګه د پلازمېنې شااوخوا ټولې سیمې د یاغي وسلهوالو له وجوده پاکې شوې.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سوریې دولتي ټلوېزیون د دې خبر د اعلان تر څنګ دغهراز وویل چې د بشري دلایلو له مخې په حجرالاسود سیمه کې یو اوربند د یکشنبې له ورځې جاري و، ترڅو ښځو، ماشومانو او زړو خلکو ته اجازه ورکړل شي چې له سیمې ووځي.
د سوریې دولتي ځواکونو د اپرېل له میاشتې راهیسې له کله چې له ختیځې غوطې یاغیان وایستل شول، د دې سیمې او ورسره تړلې د فلسطینیانو د کډوالو د کمپ د بېرته نیولو لپاره له څو اوونیو راهیسې جګړه پیل کړې ده.
د سوریې د دولتي ټلوېزیون د خبر له مخې د حجرالاسود په بېرته نیولو سره د دمشق جنوبي سیمه په بشپړ ډول له یاغیانو تصفیه شوه.
د اسلامي دولت نومې ډله اوس یوازې د سوریې په ختیځ کې پر دوو محاصره شویو دښتي سیمو او هغې ته وفاداره یوه بله وسلهواله ډله په جنوب لوېدیځ کې پر یوې کوچنۍ سیمې کنټرول لري.
د راپورونو له مخې د سوریې پوځیانو چې شااوخوا یې ودانۍ نړېدلي او په مرمیو سورۍ سورۍ دي او ښار یوې کنډوالې ته پاتې کېږي، د دغې بریا په ویاړ د سوریې بیرغونه رپول او د خوښۍ هوايي ډزې یې کولې.
پر ټینګ شوي اوربند څارونکې ډلې د یکشنبې په ورځ وویل چې وسلهوالو له سیمې د سوریې د ختیځ د اسلامي دولت نومې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو پر لور وتل پیل کړي، خو دولتي رسنیو ویلي و چې په سیمه کې جګړه روانه ده.
د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې چې دفتر یې په لندن کې دی، د دوشنبې په ورځ وویل چې د دمشق له جنوبه بسونو د سوریې د ختیځ پر لور حرکت پیل کړی دی.
پهداسې حال کې چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد ژمنه کړې چې د سوریې د خاورې هر اېنچ به بېرته نیسي، خو پهدغه هېواد کې د روانې جګړې نقشه د هغه په وړاندې یو ډېر پېچلی حالت ترسیموي.
د امریکا پوځ د سوریې په شمال ختیځ کې په ډېرو برخو کې چې د کُرد ډلو په ولکه کې دی او له دمشقه د خودمختارۍ غوښتونکي دي، حضور لري.
ترکیې بیا د سوریې شمال لوېدیځ ته ځواکونه استولي چې د همدغو کُرد ډلو چې له داعشهیې سیمې بېرته نیولې، مخه ونیسي.
په جنوب لوېدیځ کې د اسرائیل او اردن له پولو سره د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې بیا د اسد د رژیم ځواکونه له اسرائیل سره چې له هغه غواړي چې د ایران ملاتړې ملېشې له پولو لیرې وساتي او په وروستیو کې یې پرې پراخې حملې کړي، د کړکېچ له خطر سره مخامخ دی.