د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۸

مولوي ریحان: د افغان سرتېرو په وړاندې جګړه شرعي جواز نه لري

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او افغان دیني علمان په روژې میاشت کې پر جګړې باندې د وسله والو طالبانو د ټینګار له امله اندېښنه څرګنده کړه.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړې وږمې ساپۍ د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل دا چې وسله والو طالبانو په روژې میاشت کې د اوربند وړاندیز رد کړی افغان حکومت دې په وړاندې امنیتي تدابیر سخت کړي او له خپل ولس نه دې دفاع وکړي.

ساپۍ: حکومت باید خپل امنیتي تجهیزات او تدابیر زیات کړي
ساپۍ: حکومت باید خپل امنیتي تجهیزات او تدابیر زیات کړي

نوموړې زیاته کړه:

"دوی "طالبان" چې سولې ته تن نه ږدي او اور بند هم نه کوي، حکومت باید خپل امنیتي تجهیزات او تدابیر زیات کړي، د حکومت مکلفیت دي چې له خپل ولسه دفاع او مقابلې ته ځان چمتو کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ورژې په پيل کې افغان حکومت او ملګرو متلونو له وسله والو طالبانو غوښتي و چې د روژې په میاشت کې دې اوربند وکړي.

خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې د روژې په میاشت کې د حکومت له لوري د اوربند وړاندیز رد کړ.

وسله والو طالبانو څه موده وړاندې د «الخندق» په نوم پسرلني عملیات پيل کړل چې ورسره په یوشمېر ولایتونو کې هم جګړې زور اخیستی.

د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د فراه مرکز د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د سخت جګړو شاهد و چې د ملکیانو په ګډون دواړو خواو ته ځاني زیانونه اوښتي دي.

اوس هم د فراه په ګډون په غزني او یوشمېر نورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او سله والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

دیني علم مولوي سمیع الله ریحان وايي څوک چې دا دلیل راوړي چې په دغه میاشت کې د بدر غزا شوې ده، نو په خبره يې یاده غزا د مشرکانو پرضد شوې وه.

د ښاغلي ریحان په وینا د افغانستان اردو او پولیس مسلمانان دي نه مشرکان، نو پر وړاندې جګړه شرعي جواز نه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"هر هغه څوک چې دغه دلیل نیسي چې په دغه میاشت کې د بدر غزا شوې، د بدر غزا له مشرکینو سره شوې ده، د افغانستان ولس، پولیس او اردو مسلمانان دي، نو زه د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کوم چې د افغانستان په ولس ورحمېږي، نور افغان ولس د جګړو توان نه لري."

له دې وړاندې هم په وار وار د افغانستان د عالمانو شورا په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه او له وسله والو مخالفانو یې غوښتي و چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

راپور: رحمت الله افغان

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG