د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۸

مليټري ټايمز: طالبانو پر امريکايي پوځيانو د حملې کولو ژمنه کړې

مليټري ټايمز:

مليټري ټايمز انلاين خپرونې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې چي وسله والو طالبانو په افغانستان کې تر ناکامۍ وروسته پر امريکايي پوځيانو د حملې کولو ژمنه کړې ده.

د دې امريکايي خپرونې د ليکنې په پيل کې د الجزيرې د يوه راپور په حواله راغلي چې وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې تر دې وروسته به يې د افغانستان د دولتي ځواکونو پر ځاى د حملو تمرکز امريکايان او د هغوى بهرني شريکان وي.

خپرونې ليکلي، دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې وسله وال طالبان د فراه ښار په نيولو کې له ناکامۍ سره مخامخ شول.

مليټري ټايمز پر فراه ښار د وسله والو طالبانو د سې شنبې حملې ته اشاره کړې چې دغو وسله والو په کې د برياليتوب ادعا کړې وه، خو دغه وسله وال د افغان امنيتي ځواکونو له خوا چې د امريکا هوايي ځواک يې هم ملاتړ کاوه، په شا وتمبول شول.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند ډګرمن مارتين او دانل مليټري ټايمز ته ويلي، افغان حکومت پر فراه ښار کنټرول لري او ښار ارام دى.

ډېلي اکسپرس:

له بريتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې ډېلي اکسپرس افغانستان ته د اضافي بريتانوي ځواکونو پر لېږلو او د دوى د پوځي ماموريت پر موثريت ليکنه خپره کړې ده.

بريتانوي رسنيو راپور ورکړى چې دغه هېواد غواړي افغانستان ته ٤٥٠ اضافي سرتېري ولېږي.

د ليکنې په پيل کې راغلي، په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړيوال جنګي ماموريت له پاى ته رسېدو څلور کاله وروسته د امريکا متحدو ايالتونو افغانستان ته د ٣٥٠٠ اضافي پوځيانو د لېږلو اعلان وکړ، دوى به په هغو کليدي ساحو کې ګمارل کېږي چې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.

اوس په بريتانيا کې هم ځينو سرچينو ويلي چې بريتانيا هم ورته پلان لري او ټاکل شوې صدراعظمه تريزا مې په بروکسل کې د ناټو د متحدانو په يوه سرمشريزه کې چې د جولاى پر ١١مه او ١٢مه په پام کې ده، دا اعلان وکړي.

خو بريتانيا او اروپايي متحدان يې بېره لري چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ښايي په بلجيم کې له هغې سرمشريزې په استفاده له ناټو تړون څخه د امريکا د وتلو خبردارى ورکړي.

د ډېلي اکسپرس په باور، ولسمشر ټرمپ د ناټو تړون له ټولو غړو هېوادونو غواړي چې د خپلو ملي عوايدو لږ تر لږه دوه فيصده پر خپله پوځي دفاع ولګوي، خو په دې ډله کې يوازې بريتانيا په هغو پنځو هېوادونو کې راځي چې دغه کار کوي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، دا مهال په افغانستان کې د بريتانيا ٦٥٠ پوځيان دېره دي چې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې روزنيز ماموريت مخ ته وړي.

د بريتانيا د دفاع وزارت يوه وياند ويلي، موږ د ناټو د قاطع ملاتړ غيرجنګي ماموريت ته ژمن پاتې کېږو چې مهم رول په کې لوبوو او پر خپل شراکت دايمي نظارت کوو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG