د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

په کوټه کې ستر ترهګریز برید شنډ شوی


د پاکستان پوځي مقامات وايي، په کوټه کې یې د ملېشه ځواک پر یوه مرکز ډله ییز ترهګریز برید شنډ کړی او ۵ ځانمرګي بریدګر یې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو د جمعې په شپه د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د ملېشه ځواک پر یوه مرکز «اېف. سي مدګار سنټر» ډله ییز برید وکړ.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» د دغه برید په اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه برید په نتیجه کې یوازې ۴ ملېشه سرتېري ژوبل شوي او امنیتي سرتېرو یې دغه برید شنډ کړی.

خبرپاڼه کاږي:

"ترهګرو د یوه چاودېدونکي موټر په واسطه هڅه وکړه چې د «اېف.سي مددګار» مرکز ته ننوځي، خو امنیتي سرتېرو پرې ډزې وکړې او ۵ واړه ترهګر یې ووژل."

په کوټه کې د ملېشه ځواک پر مرکز دا برید داسې مهال کېږي چې پاکستاني پوځ تېره ورځ دغه ښار ته نېژدې په الماس کلي کې د عملیاتو په ترڅ کې د لشکرجنګوي سخت دریځې ډلې یو قوماندان د دې ډلې له دوو نورو وسله‌والو سره وژلی دی.

په دغو عملیاتو کې چې د کوټې په لمنه کې وشول او سلمان بادیني په کې په نښه شوی و، د پوځ د استخباراتو یو افسر هم په کې وژل شوی او څلور سرتېري په کې ټپیان شوي وو.

پوځ په کوټه کې د ملېشه ځواک پر مرکز ډله ییز ترهګریز برید د دغه عملیاتو غبرګون ښيي او ټینګار کوي چې په سیمه کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

په کوټه کې د ملېشه ځواک پر مرکز تر برید څو ساعته مخکې د خېبر پښتونخوا په نوښار سیمه کې هم پر دغه ځواک ځانمرګی برید شوی و چې په نتیجه کې یې لږ ترلږه ۱ سرتېری وژل شوی او د سرتېرو او ملکي وګړیو په ګډون په کې ۱۴ نور ټپیان شوي وو.

د یادونې وړ ده چې په پېښور او کوټه کې پر ملېشه ځواک د بریدونو مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.

XS
SM
MD
LG