د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د مخدره موادو قاچاق اوس کورنی شوی او د ځينو کورنيو ټول غړي پهکې ښکېل دي چې د ځينو قاچاقي ډلو مشري ښځې کوي او همدرانګه د مخدره موادو په قاچاق کې د ښځو ونډه تر پخوا ډېره شوې ده.
احمد خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د مخدره موادو د قاچاق په تور د ۷۴۱ کسانو دوسيې دې مرکز ته استول شوي چې ۲۸یې ښځینه قاچاق کوونکې دي او پهدې ډله کې داسې ښځې هم شته چې د قاچاقي ډلو مشري يې کوله.
د ښاغلي مؤحد په خبره پخوا به ښځې د نارينهوو لهخوا د مخدره موادو قاچاق ته اړ ايستل کېدې، خو اوس ښځې خپله په شعوري ډول د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري.
نوموړی وايي:
"پخوا د مخدره موادو په قاچاق کې له ښځو څخه ګټه اخیستل کېده او هغوی دې کار ته مجبوره کېدې، خو د ۱۳۹۶ لمریز کال کې په يو شمېر قضيو کې ثابته شوه چې ښځو يې مشري او مديريت کاوه، لکه د مخدره موادو د تولید قضیه، د قاچاقو او قاچاق کوونکو قضیه وه، لهدې قضيو نه داسې څرګندېږي چې اوس یو شمېر ښځې خپله هم په شعوري ډول د مخدره موادو په قاچاق کې ښکېلې دي."
تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معينیت ویلي و چې د مخدره موادو په قاچاق کې له ښځو او ماشومانو څخه کار اخیستل کېږي او د دې تر څنګ د نشهيي موادو قاچاق ته هڅول کېږي.
تر دې مخکې په افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي هم ویلي و چې افغانان له څو کالو راهيسې د انتحاري حملو او چاودنو په نتيجه کې پر وژلو سربېره د مخدره موادو د کښت او قاچاق له لارې هم قرباني کېږي چې يوه برخهيې ښځې او ماشومان دي.
اغلې عظیمي له دې کبله هم اندېښنه ښودلې وه چې افغان مېرمنې او ماشومان د مخدره موادو د معتادېدو له ګواښ سره مخ دي او باید مخهيې ونیول شي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معينیت ویاند اسدالله یادګاري وايي چې د دوی پولیسو په ۱۳۹۶ شمسي کال کې د مخدره موادو د تولید او قاچاق په تور ۶۲ ښځې نیولي او اړوندو ادارو تهیې سپارلې دي.
اوس یو شمېر ښځې خپله هم په شعوري ډول د مخدره موادو په قاچاق کې ښکېلې دي.
ښاغلي یادګاري زیاته کړه:
"د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ۱۳۹۶ لمزیز کال کې ۶۲ ښځې د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي چې ډېره برخهیې په کابل کې نیول شوي دي."
د ښځو د حقونو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه د نشهيي موادو په قاچاق کې له ښځو څخه کار اخیستل د اندېښنې وړ بولي او له افغان حکومته غواړي چې د دې کار مخه ونیسي.
خو د ښځو چارو وزارت معينه سپوږمۍ وردګ که څه هم وايي چې د مخدره موادو په قاچاق کې د ښځو د لاس لرلو په اړه تر اوسه پورې دوی ته کوم رسمي شکایت نهدی شوی، خو دا کار پر ښځو باندې د تاوتریخوالي يو ډول بولي.
نوموړې زیاته کړه:
"تر اوسه پورې موږ داسې راپور نهدی ترلاسه کړی، خو بايد موږ رسماً پهدې موضوع خبر شو، په هېواد کې له ښځو نه په هره برخه کې ناوړه استفاده کېږي او حتماً داسې څه شته، دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه بېلګه ده او بايد د دې کار مخه ونیول شي."
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۶ کال د راپور له مخې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د هېواد په کچه ۲۴۶۸ عملیاتونه کړي دي، د دې عملياتو په پایله کې ۲۸۴۸ کسان د مخدره موادو د تولید او قاچاقو په تور نیول شوي چې په دې ډله کې د بهرنیانو په ګډون د افغان حکومت یو شمېر مأمورین هم شامل دي.
د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
راپور: عبدالنافع همت