د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو شمېر ځايي خلکو د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ «پنجشنبه» له دولت او وسلهوالو طالبانو څخه وغوښتل چې روانه جګړه دې پای ته ورسوي او نور دې په خپلو منځونو کې سوله وکړي.
دوی وايي، د دغې روانې جګړې زیان تر ډېره ملکيان ویني.
دیني عالمان هم جګړه د اسلام له نظره ناروا عمل بولي او له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې سوله دې وکړي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: